کاستا ریکا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کوي&
nbsp;چې د بشري حقونو وکیلانو د کاستا ریکا حکومت په یوه کمپ کې د ۸۱ مهاجرو ماشومانو پر وړاندې په بشري سرغړونو تورن کړ. دغو وکیلانو ويلي دي چې کاستا ریکا دغه ماشومان قانوني مراجعو، تعلیم او یا هم رواني درملنو ته د هېڅ ډول لاسرسي پرته په یوه کمپ کې توقیف کړي دي.
له امریکا متحده ایالاتو څخه د کاستاریکا کمپونو ته په اخراج شوو کې ډېر مهاجر د
افغانستان، روسيې، چین،
پاکستان او هندوستان دي. په سملاسي توګه روښانه نه ده چې کاستاریکا به په څه شمېر کې مهاجرو ته درې میاشتنې اقامې ورکوي، خو زیاته شوې چې ماشومان پکې شامل دي.