جان تورنر
جان تورنر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۷ جون ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵] | ||||||
مړینه | 19 سپټمبر 2020 (91 کاله)[۶][۵] ټورنټو [۵] | ||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (17 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳۰ جون ۱۹۸۴ – ۱۷ سپټمبر ۱۹۸۴ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه | ||||||
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
جان نېپير وېندام تورنر د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) د ۱۹۲۹ ز کال د جون په ۷ مه زېږېدلی او د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسمبر په ۱۹ مه مړ شوی. یو کاناډايي حقوق پوه او سیاستوال چې د ۱۹۸۴ ز کال د جون له دېرشمې نېټې څخه د سپټمبر تر نولسمې نېټې پورې د کاناډا د ۱۷م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. هغه له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې د کانادا د لېبرال ګوند د مشراو د رسمي اپوزیسیون د مشر په توګه خدمت وکړ.
تورنر مخکې له دې چې د ۱۹۶۲ ز کال په فدرال ټاکنو کې د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شي. هغه د لومړي وزیر پېیر ټوروډو (Pierre Trudeau) په کابینه کې له ۱۹۶۸ ز کال څخه تر ۱۹۷۲ ز کال پورې د عدلیې وزیر او لوی څارنوال په توګه او له ۱۹۷۲ ز کال څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې یې د مالیې د وزیر په توګه خدمت کاوه. تورنر د کابینې د وزیر په توګه د لېبرال ګوند د لېبرال سوداګرۍ چارو د مشر په توګه شهرت ترلاسه کړ. تورنر په ۱۹۷۵ ز کال کې د نړیوالې اقتصادي سوړبازارۍ(رکود) په بهیر کې او د نامنلي معاش او نرخونو د کنترول پر پلي کولو د مجبورتیا له وړاندېلید سره له خپل موقف څخه استعفا وکړه.
تورنر له ۱۹۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۸۴ ز کال پورې له سیاست څخه لرې شو او د شرکتي وکیل په توګه یې د بې Bay)) په سړک کې کار پيل کړ. په ۱۹۸۴ ز کال کې د ټروډو استعفا د مشرتابه د ټاکنو لامل شوه چې تورنر په بریالیتوب سره په کې د سیالۍ ډګر ته راووت. تورنر یوازې ۷۹ ورځې د لومړي وزیر دنده پر غاړه لرله، ځکه هغه خپل عالی قومندان/ګورنر جنرال ته مشوره ورکړه چې تر تحلیف وروسته سملاسي پارلمان منحل کړي. هغه د ۱۹۸۴ ز کال په ټاکنو کې د پرمختللیو محافظه کارنو د ګوند غړي براین مولروني پر وړاندې ماته وخوړه او لېبرالیان یې له دویمې او په فدارل کچه د یوه واکمن ګوند په توګه (د چوکیو د شمېر په نسبت) له تر ټولې بدې ماتې سره مخامخ کړل. تورنر د ۶ نورو کلونو لپاره د لېبرال ګوند مشر پاتې شو او د اپوزسیون مشري يې وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال په ټاکنو کې هغه له متحده ایالاتو سره د مولروني د ازاد تجارت له پرېکړه ليک سره کلکه مبارزه وکړه او لېبرالیان یې برابرې بیاځواکۍ ته ورسول. تورنر په ۱۹۹۰ ز کال کې د ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه او د ۱۹۹۳ ز کال په ټاکنو کې يې د بیاځلي ګډون هڅه ونهکړه.
تورنر تر مکېنزي باول / Mackenzie Bowell (۱۸۹۶ ز کال کې زېږېدلی) وروسته د کاناډا لومړنی، لومړی وزیر و چې په انګلستان کې نړۍ ته راغلی. تر چارلز ټاپر (Charles Tupper) وروسته، په کاناډا کې دویم لومړی وزیر دی چې واکمني يې لنډمهاله وه او د عمر د اوږدوالي له پلوه څلورم لومړی وزیر و چې تر ۹۱ کلنۍ پورې ژوندی و.
لومړنی ژوند
[سمول]تورنر د ۱۹۲۹ ز کال د جون په ۷ مه د انګلستان د ريچانډم په ساري سیمه کې (چې اوسمهال د لندن یوه برخه ده) د انګرېزي ژونالېست لیونارډ هیو تورنر او کاناډايي اقتصاد پوه فيلېس ګرېګوري په کور کې نړۍ ته راغلی. د مایکل په نوم يې یو ورور درلود چې په ۱۹۳۰ ز کال کې زېږېدلی او له زېږدلو څخه څه موده وروسته مړ شو او د براندا په نوم يې یوه خور درلوده، چې په ۱۹۳۱ ز کال کې زېږېدلې وه. کله چې په ۱۹۳۲ ز کال کې د تورنر پلار مړ شو، هغه او خور یې له خپلې مور سره چې په کاناډا کې زېږېدلې وه، کاناډا ته کډه شول. کورنۍ يې د برېتېش کولمبیا په روسلنډ کې د هغې د ماشومتوب په کور کې مېشته شوه او وروسته اوتاوا ته کډه شول. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د تورنر مور، له خپلو دوو ماشومانو سره ډېره مینه لرله، خو سخت ګیره وه. کورنۍ یې شتمنه نه وه. د هغه مور بیاځلي په ۱۹۵۴ ز کال کې له فرانک مکنزي روس (Frank Mackenzie Ross) سره واده وکړ، چې وروسته یې د برېتېش کولمبیا د نائب والي په توګه خدمت وکړ او کورنۍ بیاځلي په وانکوېر کې مېشت شوه. [۱۲]
زدهکړې
[سمول]تورنر په اشبوري ز کالج او په عالي کچه د اوتاوا په سنت پاترېک ز کالج کې زدهکړې وکړې. هغه په ۱۹۴۵ ز کال کې په ۱۶ کلنۍ کې د برېتېش کولمبیا په پوهنتون (UBC) کې نوملیکنه وکړه او هلته د بېتا تيتا پي د ورورولۍ اتحادیې د UBC څانګې غړی و. د ۱۹۴۰م لسیزې په وروستیو کې د کاناډا د چټکې ځغاستې وهوونکو له مخکښانو څخه و. هغه د سل یارډ – ډش (۹۱.۴۴ متره واټن) په وهلو سره د کاناډا د نارینهوو لپاره رېکارډ جوړ کړ او د ۱۹۴۸ ز کال د لندن د المپيک سیالیو ته یې لار ومونده، خو د هغه د زنګون بدوالي هغه له سیالۍ څخه شاته کړ. هغه په ۱۹۴۹ ز کال کې د UBC څخه د لېسانس درجې له ویاړ سره فارغ شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
تورنر د روډس سز کالرشېپ ترلاسه کړ او د اکسفورډ په پوهنتون کې د مګډېلان ز کالج ته لاړ او په ۱۹۵۱ ز کال کې یې د حقوقو سند، په ۱۹۵۲ ز کال کې يې د مدني حقوقو لېسانس او په ۱۹۵۷ ز کال کې يې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ. هغه په اکسفورډ پوهنتون کې د ځغاستې او ډګر په ټیم کې و. راجر بنېسټر د هغه د ټيم له غړو و چې په یو مایل کې يې د څلورو دقیقو خنډ په وهلو سره د لومړي ځغاستونکي ځای خپل کړ. تورنر په اکسفورډ کې د استرالیا د راټولوونکو لومړيو وزیرانو ملکولم فرېزر او باب هاوک او د بریتانیا د لېبرال ګوند د راتلونکي مشر جېرمي تروپ ټولګیوال و. هغه له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۳ ز کال پورې خپلې د دوکتورا کچې زدهکړې هم په پاريس پوهنتون کې وڅارلې. [۲۰][۲۱][۲۲]
له شهزادګۍ مارګاريت سره یې اړیکې
[سمول]د ۱۹۵۹ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ نېټه، د هغه ناسکه پلار د نائب والي په توګه د برېتېش کولمبیا د نائب والي د دفتر د نوې ودانۍ د پرانیست غونډې په ویاړ یومحفل برابر کړی و ،چې تورنر په کې له شهزادګۍ مارګاريت سره چې یو کال له هغه څخه کشره وه نڅا وکړه. دا لومړی ځل و چې تورنر په کاناډا کې د رسنیو خاص پام ځانته واړوه. ایا دا دواړه به له یو بل سره واده وکړي؟ په دې اړه د پام وړ ګمانونه او اټکلونه موجود وو. د هغو لیکونو پر بنسټ چې ډيلي مېل ترلاسه کړي، د شهزادګۍ د هغه لیک له مخې چې اووه کاله وروسته یې لیکلی و، چې: « نږدې و له هغه سره واده وکړي» دا اړیکه تر هغه څه ډېره جدي وه چې مخکې يې فکر کېده. د معاصرو رسنیزو راپورونو پر بنسټ دا اړیکه د بکېنګام په ماڼۍ کې د سختې حیرانتیا لامل شوه، ځکه تورنر یو رومي کاتولیک و او مارګاریت له هغه سره د واده کولو لپاره اړه وه، چې د بریتانیا د تاج او تخت د ځای ناستۍ په کتار(لیکه) کې خپل ځای له لاسه ورکړي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
برېندا د خپل ورور او شهزادګۍ تر منځ ډېره مشخصه پاملرنه تائید کړه. خو ویې ویل چې: تورنر له سلطنت سره مینه نه درلوده او کاتولیزم یې نه پرېښود. تورنر د کاناډا د سفر په بهیر کې له مارګاريت سره تر بیا لیدو وروسته د ۱۹۵۹ ز کال په اګست کې په بالمورال کلا کې د هغې په مېلمستیا کې ګډون وکړ، چې د اتاق ملګری یې انتوني ارمسترانګ – جونز د مارګاريت راتلونکی خاوند و او د ۱۹۶۰ ز کال په مې میاشت کې يې د هغوی په واده کې یوازینی غیر رسمي کاناډايی مېلمه و. تورنر له مارګاريت سره ملګری پاتې شو، هغه او د هغه مېرمنې به زیاتره له مېرمن شهزادګۍ سره په بریتانیا او یا هم له کاناډا څخه د رسمي سفرونو په بهیر کې لیدل. هغوی په ۲۰۰۲ ز کال کې د مارګاریت د جنازې په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ او د تلين په مراسمو کې د کاناډا رسمي استازي و. [۲۷]
واده او کورنۍ
[سمول]تورنر د ۱۹۶۳ ز کال د مې میاشتې په ۱۱ مه له ګېلز مک کري کلیګور (زېږېدنه-۱۹۳۷ز کال) سره چې هغه مهال له IBM (د کسب او کار د ماشینونو نړیوال شرکت) سره د سیستم انجینره وه، واده وکړ چې د کاناډا د پوځ ډاکتر جان مک کري، احتمالاً د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د فلانډر په بېدیاوو کې مشهور شعر د لیکوال مشره خورځه او د کاناډا د پارلمان د پخواني غړي ډېوېډ کېلګور خور وه. هغوی د الېزابيث په نوم یوه لور او د مایکل او اندرو په نوم دوه زامن لري. د هغوی دویم زوی ډېوېډ په ۲۰۲۱ ز کال کې مړ شو. د تورنر بچیانو په اوتاوا کې د راککلیف پارک په عمومي ښوونځي کې زدهکړې وکړي. ټولو درېیو زامنو يې د ټورنټو په اپر کالج کې زدهکړې وکړې. [۲۸][۲۹][۳۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ پیوستون : 129345504 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k37xwm — subject named as: John Turner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Napier-Turner — subject named as: John Napier Turner — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ subject named as: John Napier Turner — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=2909 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ پیوستون : 215840096 — خپرېدونېټه: ۳۰ جون ۲۰۲۴
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Bothwell, Robert (May 27, 2007). "John Turner". The Canadian Encyclopedia. خوندي شوی له اصلي څخه په June 15, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ Martin, Douglas (June 18, 1984). "Man in the news; New leader For Canada: John Napier Turner". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په February 5, 2018. بياځلي په February 5, 2018.
- ↑ Martin, Douglas (June 18, 1984). "MAN IN THE NEWS; NEW LEADER FOR CANADA: JOHN NAPIER TURNER". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په October 27, 2014. بياځلي په October 19, 2014.
- ↑ Kenning, Allyson (November 9, 2011). "Tales and Legends of the Mountain Kingdom: The Life and times of Phyllis Gregory". The Rossland Telegraph (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په January 26, 2012. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ "John Turner: Destiny and determination to lead". CBC. خوندي شوی له اصلي څخه په October 28, 2014. بياځلي په October 19, 2014.
- ↑ The Canadian Press (September 19, 2020). "Some highlights from the life and career of former prime minister John Turner". National Post (in کاناډايي انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په September 25, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ "John Turner". UBC Sports Hall of Fame. University of British Columbia. خوندي شوی له the original on December 11, 2008. بياځلي په October 6, 2008.
- ↑ "Former Prime Minister John Turner to be inducted into UBC Sports Hall of Fame". Canadian Interuniversity Sport. March 25, 2004. خوندي شوی له the original on December 11, 2008. بياځلي په October 6, 2008.
- ↑ Paikin, Steve (2008). "They still gather to honour John Turner". The Daily Observer. خوندي شوی له the original on December 11, 2008. بياځلي په October 6, 2008.
- ↑ Allemang, John (June 5, 2009). "True Grit". The Globe and Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په May 2, 2019. بياځلي په October 19, 2014.
- ↑ "John Turner » Track Star and Prime Minister". Canadian Running Magazine (in American English). June 28, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په November 3, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ "Parti liberal du Canada (Quebec)". www.collectionscanada.gc.ca. خوندي شوی له اصلي څخه په October 18, 2017. بياځلي په September 20, 2020.
- ↑ "Famous Betas". Beta Theta Pi (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په August 10, 2018. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ True Grit, by John Allemang, The Globe and Mail, June 6, 2009.
- ↑ "John Turner, Canadian prime minister who fought free trade deal with U.S., dies at 91". Pittsburgh Post-Gazette (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په October 28, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ Winsor, Hugh (September 19, 2020). "Former PM John Turner was old Liberalism's darling and its final, flawed champion". The Globe and Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په September 19, 2020. بياځلي په September 20, 2020.
- ↑ Associated Press (September 20, 2020). "John Turner, former Canadian prime minister and friend of Princess Margaret, dies at 91". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. خوندي شوی له اصلي څخه په September 20, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ "Destiny and determination to lead". CBC Television. June 16, 1984. خوندي شوی له اصلي څخه په March 25, 2013. بياځلي په May 1, 2008.
- ↑ Delacourt, Susan (May 25, 2012), "When the Queen is your boss", Toronto Star, خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2013, بياځلي په May 27, 2012
- ↑ "Princess Margaret 'nearly married' John Turner before he became Canada's prime minister, letters reveal". National Post. February 22, 2015. بياځلي په February 23, 2015.
- ↑ Brewster, Hugh. "Princess and the PM". Hugh Brewster (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په November 29, 2020. بياځلي په 2020-11-07.
- ↑ "Former PM John Turner was old Liberalism's darling and its final, flawed champion". خوندي شوی له اصلي څخه په September 20, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ "Upper Canada College | Former prime minister John Turner talks to grandson's Form 5 class". archive.ucc.on.ca. خوندي شوی له اصلي څخه په September 22, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- ↑ Litt, Paul (October 21, 2011). Elusive Destiny: The Political Vocation of John Napier Turner (in انګليسي). UBC Press. ISBN 978-0-7748-2267-1. خوندي شوی له اصلي څخه په September 22, 2020. بياځلي په September 21, 2020.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2020ز مړينې
- 19 سپټمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P535
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 کاناډايي انګلیسي-language sources (en-ca)
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 بريتانوی انګلیسي-language sources (en-gb)