Location via proxy:   [ UP ]  
[Report a bug]   [Manage cookies]                
Jump to content

جین لړۍ (۱۱۱۵ – ۱۲۳۴ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جين لړۍ
اړوند
پلازمېنه
Huining Prefecture (en) ژباړلZhongdu (en) ژباړلKaifeng Fu (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
پکي شاملې اداري سیمې
قومي ډلې
ځایناستی د
ځایناستی
اړين معلومات
د ړنګېدو وخت
۱۲۳۴ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
بنسټګر

د جین لړۍ چې په رسمي ډول د لوی جین (大金; Dà Jīn) په توګه پېژندل کېږي د چین سترواکه لړۍ وه چې له ۱۱۱۵ زکال څخه یې تر ۱۲۳۴ زکال پورې واک وچلاوه. له دې امله چې دغه لړۍ د جورچن خټې لرونکې وانیاني قیبلې له خوا تاسیس شوه، ځینې مهالونه یې یورچن لړۍ او یا هم جورچن لړۍ بولي. [۱]

جین لړۍ د لیائو لړۍ (۹۱۶ – ۱۱۲۵ زکال) پر وړاندې د وانیان اګودا له پاڅون وروسته راښکاره شوه، دوی د چین پر شمال واک درلود تر دې چې لویدیځو سیمو ته وشړل شول او هلته یې بیا د لویدیځ لیائو په توګه شهرت وموند. د لیائو د قلمرو له فتحې وروسته دوی د یوې پېړۍ لپاره د چین په سوېل کې د استوګنې سونګ لړۍ (۹۶۰ – ۱۲۷۹ زکال) او د هغو د هان قوم لرونکو حاکمانو پر وړاندې مبارزه وکړه. د جین د حکومتولۍ پر مهال د هغو سترواکانو ځانونه په هان دودونو سمبال کړي و؛ آن تر دې چې د چین دېوال یې د مغولو د سترواکۍ پر وړاندې پیاوړی کړ. ورته مهال یې د کنفوسیوس د آئین د بېرته را ژوندي کولو په څېر په یو شمېر داخلي کلتوري پرمختګونو هم څارنه وکړه.

د جین لړۍ له پېړیو واکمنۍ وروسته په ۱۲۱۱ زکال کې د چنګېز خان تر قوماندې لاندې مغولو تر برید لاندې راغله او جین ځواکونو ته یې سختې ماتې ورکړې. د نږدې ۲۳ کلونو په اوږدو کې له یوې لړۍ ماتو، پاڅونونو او کودتاه ګانو وروسته مغولانو بالاخره د ۱۲۳۴ زکال پر مهال د دغې لړۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود.

نوم

[سمول]

د جین لړۍ د خپلې واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول د «لوی جین» په نامه پېژندل کېده. سربېره پر دې جین سترواکانو ځانونه په بشپړه توګه د نورو غیر هان لړیو په څېر د چین، ژونګګو (中國) ایالت ته اړوند بلل. له هان لړۍ بهر حاکمانو هغه مهال چې په چین به یې حکومت کاوه، د «چین» تعریف ته یې په داسې توګه پراختیا ورکوله چې له هان وګړو سربېره غیر هان وګړي هم په کې شامل شي. جین اسناد ښيي چې ځانته د اشاره کولو په موخه د دغې لړۍ له خوا د «چین» د کلمې کارونه له هغه مهال څخه ژر پیل شوه چې وړاندې یې فکر کېده. [۲][۳][۴]

تاریخچه

[سمول]

ریښه

[سمول]

موهي وګړي د جین وګړو له اجدادو څخه وو. موهیان ووجي بلل کېدل او ووجیانو د سوشن وګړو په ځمکه ژوند کاوه. دغه مهال اوو ووجي قبیلو شتون درلود: سومو، بودو، انچیګو، فوني، هاوشي، هیشوی، بایشان.

د جورچن وګړو قوم هم موهي وګړو ته اړوند و، دوی د اوسني چین په شمال ختیځه برخه کې ژوند کاوه. موهي وګړي تر ډېره پورې لږ تحرک لرونکي وګړي و چې په ښکار او د خوګانو په روزنې او همدارنګه یې د سویا، غنمو، وربشو او وریجو په څېر د محصولاتو په کرلو لاس پورې کاوه. په دغه سیمه کې تر ټانګ دورې پورې اسپ چا ډېر نه پېژانده او همدارنګه د لسمې پېړۍ پر مهال د خیتانانو تر واکمنۍ پورې مالداري هم په کې دود نه وه. موهي وګړو د شمالي ګوزو څخه ترلاسه کېدوني محصولات صادرول او کېدای شي په هغو یې سورلي هم کړې وي. هغوی د ټولیزې غلامۍ څخه ګټنه کوله او له غلامانو څخه یې په ښکار او کرنیزو چارو کې کار اخیست. ټانګ لړۍ بیا موهیان د هغه غصه ناکو او بې کلتوره وګړو په توګه توصیف کړي چې په زهرو باندې یې له ککړو کړای شوو غشو څخه ګټنه کوله. [۵][۶][۷]

د موهي وګړو دوه پیاوړې ډلې په شمالي اړخ کې هیشوی موهیان چې د هیلونګ سیند او په سویل کې سومو موهیان وو چې دوی بیا د سونګهوا سیند څخه خپل نوم اخیستی و. له هیشوی موهیانو څخه د ختیځې منچوریا په ځنګلي غرنیو سیمو او د روسیې په پریمورسکي کرای سیمه کې جورچن وګړي پیدا شول. د ووجو («پنځه ملتونو») فدراسیون چې د معاصر جیلین په شمال ختیځه برخه کې یې شتون درلود هم د جورچن وګړو د اجدادو په توګه په پام کې نیول کېږي. په تاریخي اسنادو کې د دوی لومړۍ ځل یادونه د لسمې میلادي پېړۍ پر مهال لیائو، لاتر تانګ او سونګ دربارونو ته د خراج راوړونکو په توګه شوې ده. دوی په ښکار، کب نیونې او د اهلي غویانو په ساتنې لاس پورې کاوه په داسې حال کې چې اصلي صادرات یې آسونه وو. ورته مهال یې د یوولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې نه کوم خط، نه کومه کالیزه او نه هم کوم دفتر درلود. دوی د هغه مهال په نړیوال نظام کې ډېر کوچني سیاسي لوبغاړي و. جورچنان د لسمې پېړۍ پر مهال د لیائو لړۍ لاس پوڅي شوي وو، خو له دې سره یې هم د سونګ پلازمېنې کایفنګ ته یو شمېر خراج ورکوونکي او سوداګر ولېږل چې لیائو یې د مخنیوي په موخه ناکامه هڅه وکړه. یو شمېر جورچنانو بیا ګوریو ته درناوی کاوه او د خیتان – ګوریو جګړې پر مهال یې له هغه ملاتړ وکړ. دوی د سیاسي اړتیاوو او مادي ګټو په موخه دواړو دربارونو ته خراج ورکاوه. [۸][۹][۱۰]

د یوولسمې پېړۍ پر مهال د جورچن وګړو ترمنځ د خیتان حکومت پر وړاندې پراخه ناخوښیو شتون درلود، ځکه چې لیائو له تاوتریخوالو سره په ډکو لارو چارو له جورچن قبایلو څخه کلنی باج هم اخیست. د وانیان قبیلې مشر وګونای (۱۰۲۱ – ۱۰۷۴ زکال) له خپل نفوذ څخه په کار اخیستو له خیتانیانو څخه د جورچن وګړو د خپلواکۍ غوښتنې له امله شهرت ته ورسېد او د چانګ بای له غره څخه یې تر ووګو قبایلو پورې په ټول ختیځ منچوري واک وموند. د دوی د سنتونو له مخې وګونای د هانپو له شپږم نسل څخه و، په داسې حال کې چې پلار یې د لیائو له دربار څخه پوځي عنوان درلود، خو دغه عنوان ورته هېڅ واقعي واک نه و ورکړی یا یې هم نه درلود. هماغه ډول چې بیان شوې ده؛ وګونای لوی جنګیالی، خېټور، شراب څښونکی او د ښځو شوقي و. د هغه لمسي اګودا بیا د جین لړۍ تاسیس کړه. [۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Jin". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Zhao 2006، م. 6.
  3. Zhao 2006، م. 7.
  4. Zhao 2006، م. 24.
  5. Crossley 1997، م. 124.
  6. Crossley 1997، م. 17.
  7. Gorelova 2002، مم. 13–14.
  8. Crossley 1997، م. 18–20.
  9. Franke 1994b، م. 217–220.
  10. Breuker 2010، مم. 220–221.
  11. Franke 1994b، م. 220.