د ټاپو وزمې جګړه
د ټاپو وزمې جګړه (۱۸۰۷ -۱۸۱۴) د اېبري په ټاپو وزمه کې یوه وسله واله نښته وه چې د اسپانیې، پورتګال او ایټالیا له خوا د فرانسې د لومړۍ امپراتورۍ د یرغلګر پوځ پر وړاندې د ناپیلون د جګړو په بهیر کې پېښه شوه. په اسپانیه کې دا جګړه د اسپانیې د خپلواکۍ په جګړه کې رانغاړل کېږي. جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې فرانسوي او اسپانوي پوځیانو په ۱۸۰۷ کال کې د اسپانیې له لارې پر پورتګال برید وکړ او هغه یې اشغال کړ او وروسته له دې چې په ۱۸۰۸ کال کې د ناپیلوني فرانسې له خوا د هغې د متحد هېواد اسپانیې تر اشغال وروسته لا شدیده شوه. اووم فردیناند ناپیلون بناپارت خپل پلار څلورم چارلز ګوښه کېدو ته اړ او وروسته یې خپل ورور ژوزف بناپارت د اسپانیې د سلطنت پر تخت کېناوه او د بایون اساسي قانون یې اعلان کړ. ډېری اسپانویانو د فرانسې واکمني ونه منله او د هغوی د شړلو لپاره یې په خونړۍ جګړه لاس پورې کړ. په ټاپووزمه کې جګرې تر هغه مهال دوام وکړ چې په ۱۸۱۴ کال کې شپږم ائتلاف/پیوستون ناپیلون ته ماته ورکړه. دا جګړه د ملي ازادۍ له لومړنیو جګړو څخه بلل کېږي چې په لویه کچه د چریکي جګړو په رامنځته کولو کې مخکښه او خورا اړینه ده.
جګړه په اسپانیه کې د ۱۸۰۸ کال د مې میاشتې په دویمه نېټه د ډومایا له پاڅون سره پیل شوه او د ۱۸۱۴ کال د اپرېل په ۱۷مه واک ته د ۱۷م فردیناند له راستونولو سره پای ته ورسېده. د فرانسې اشغال د اسپانیې دولت چې په متخاصمو ولایتي واکمنیو وېشل شوی و له منځه یوړ. دا نه هېرېدونکې پېښه د اسپانیې په مدرن تاریخ کې د تر ټولو خونړۍ پېښې په توګه پاتې کېږي او په نسبي ډول د اسپانیې کورنۍ جګړه دوه چنده کوي.[۱]
په ۱۸۱۰ کال کې د کادېز په خوندي بندر کې یو رغول شوی دولت رامنځته شو چې په حقیقت کې یو تبعید شوی دولت و. خو ویې نه شو کولی چې اغېزمن پوځ رامنځته کړي د ۷۰۰۰۰ فرانسوي سرتېرو له خوا محاصره شوی و. بریتانوي او پورتګالي پوځیانو په پای کې د پورتګال امنیت تامین کړ او له هغه څخه یې د یو خوندي ځای په توګه د فرانسې د پوځ پر وړاندې د کمپاینونو د ترسره کولو او د اسپانویانو لپاره د هر ډول ممکنو تدارکاتو د برابرولو په برخه کې کار واخیست، حال دا چې اسپانوي پوځیانو او چریکیانو د ناپیلون ګڼ شمېر سرتېري په شا وتمبول. پر خاوره د فرانسې د کنترول محدودولو لپاره دواړو منظم او غیر منظم ترکیب شویو متحد ځواکونو د اسپانیې پر یاغي ولایتونو د ناپلیون د مارشالانو د تلسط مخنیوی وکړ او جګړې له کلونو بنبست سره دوام وکړ.[۲]
د بریتانیا پوځ د وخت د جنرال ښاغلي ارتور وېلزلي او وروسته د لومړني دوک وېلېنګتون تر قوماندې لاندې له پورتګال څخه ساتنه کوله او د پورتګال د اصلاح شوي پوځ تر څنګ يې په اسپانیه کې د فرانسویانو خلاف لښکرلېږدونه کول. د پورتګال کمزوری شوی پوځ د جنرال وېلیم برسفورد په مشرۍ چې د پورتګال د تبعیدي سلطنتي کورنۍ له خوا د پورتګالي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه منصوب شوی و سازمان او ورغول شو او د انګلیس – پورتګال د ترکیبي پوځ د یوې برخې په توګه د ولزلي تر مشرۍ لاندې وجنګېد. [۳]
په ۱۸۰۸ کال کې د اسپانیې پوځ په اندلېس کې د بایلېن په جګړه کې فرانسویانو ته ماته ورکړه چې په اروپا کې په پرانیستي ډګر کې د ناپيلوني پوځ لومړنۍ ماته بلل کېږي. په ۱۸۱۲ کال کې کله چې ناپیلون له ستر پوځ سره د فرانسې د ناورینځپلي یرغل په موخه د روسيې پر لور حرکت وکړ د فرانسویانو یو متحد لښکر ته يې په سالامانکا کې ماته ورکړه او پلازمېنه مادريد يې ونیوه. په ورپسې کال کې د ويتوریا په جګړه کې ائتلاف د پاچا جوزوف ناپیلون پر پوځ بری وموند او د اېبري په ټاپووزمه کې يې د جګړې د بریا لپاره لار هواره کړه. د اسپانیې، پورتګال او بريتانيا د پوځ تر څار لاندې مارشال ژان ډو ډيو سولټ چې نور يې له تمامې شوې فرانسې څخه ملاتړ نه ترلاسه کاوه د ۱۸۱۳ کال له ژمي تر ۱۸۱۴ کال پورې د جنګي شا تګ پر مهال په ټوله پيري کې د فرانسې د بې روحيې او له پښو لوېدلي پوځ مشري وکړه.
په اسپانيه کې د جګړې کلونو د فرانسې د لوی پوځ پر اوږو یو دروند بار و. حال دا چې فرانسويان په جګړه کې له څو بریاوو څخه برخهمن وو په پای کې يې ماته وخوړه. ځکه د هغوی اړيکې او تدارکات په شديد ډول له ازمويښت سره مخ شول او واحدونه یې تر ډېره په شدیده چریکي جګړه کې د ښکېلو پارتيزیانو د بریدونو، کمینونو، تاوتریخوالو پهواسطه سره بېل شول. د اسپانیې پوځ څو ځله له وهلو ټکولو سره مخ او حاشیهيي سیمو ته ولېږل شو، خو هغوی بیاځلي سره راټول او نهتسلیمېدونکي شول او د فرانسوي پوځيانو روحيه يې کمزورې کړه. د فرانسوي سرچينو دا سوکه کمزورتیا ناپیلون یوې نهغوښتونکي عمومي جګړې ته هدایت کړ چې دا نښته يې د «اسپانيې پرهر» ونوموله. [۴][۵]
د ناپيلون د اشغال پر وړاندې جګړه او پاڅون په ۱۸۱۲ کال کې د اسپانیې د اساسي قانون لامل شو چې د کورتېس کادېز لهخوا اعلان شو او یاد قانون وروسته د اروپايی لېبرالیزم د بنسټ ډبره ونومول شو. د جګړې بار د پورتګال او اسپانیې اقتصادي او ټولنیز تارونه لهمنځه یوړل او د ټولنیزې بلوا، سیاسي بېثباتۍ او اقتصادي رکود دور یې پيل کړ. د روزل شویو فرانسوي پوځيانو په مشرۍ د مطلقپاله او لېبرال لورو تر منځ ويجاړوونکو کورنیو جګړو تر ۱۸۵۰ کال پورې د اېبریا په ټاپووزمه کې دوام درلود. پرلپسې کړکېچونه او د یرغل ګډوډۍ، انقلاب او بیارغونه د اسپانیې د امريکايي مستعمراتو د ډېرې خپلواکۍ لامل شوې همدارنګه له پورتګال سره د اړيکو تر پرې کولو وروسته د برازیل د خپلواکۍ لامل شو او برازيل سلطتني پاتې شو. [۶]
۱۸۰۷
[سمول]د پورتګال غصب/ په زور اخیستنه
[سمول]د تېلسیټ تړون چې د ۱۸۰۷ کال په جولاي کې د دواړو امپراتورانو د روسیې لومړي الکساندر او ناپیلون تر منځ پرې مذاکره وشوه د څلورم ائتلاف جګړې ته د پای ټکی کېښود. د پروس له ماتولو او د فرانسې له لومړۍ امپراتورۍ سره د روسیې د امپراتورۍ له متحد کېدو سره ناپيلون د دې لپاره خواشیني څرګنده کړه چې پورتګال له بریتانیا سره د سوداګرۍ لپاره پرانیستی دی. پلمې پريمانه وې؛ پورتګال په اروپا کې د بریتانیا تر ټولو پخوانی متحد و، بریتانیا د پورتګال له مستعمرې سره په برازیل کې نوي سوداګریز فرصتونه تر لاسه کړل، سلطنتي سمندري پوځ د فرانسې پروړاندې له لېسبون بندر څخه پهخپلو عملیاتو کې کار اخیسته او هغه غوښتل دا خبره رد کړي چې بریتانویان د پورتګال له سمندري بېړيو څخه کار اخلي. پردې سربېره شهزاده جان براګانزا چې د خپلې لېونۍ مور ملکې لومړۍ ماریا نايبالسطنه و د بریتانیا د سوداګرۍ پر وړاندې يې له قارهيي/براعظمي سیستم سره له یو ځای کېدو څخه ډهډه کړې وه. [۷][۸]
پېښو په چټکۍ حرکت وکړ. امپراتور د ۱۸۰۷ کال د جولای په ۱۹مه خپل د بهرنیو چارو وزیر چارلز موریس ډو تالیران- پریګورډ ته فرمانونه ولېږل تر څو په پورتګال امر وکړي چې له بریتانیا سره د جګړې اعلان وکړي، خپل بندرونه د بریتانیا د بېړيو پر مخ وتړي بریتانوي افراد د لنډې مودې لپاره ونیسي او د هغوی توکي ضبط کړي. تر څو ورځو وروسته ډېرو پوځيانو په بایون کې راغونډېدل پیل کړل. په ورته حال کې د پورتګال د دولت اراده تېنګه شوه او لږ وروسته بیاځلي ناپيلون ته وويل شول چې پورتګال به له خپلو لومړنیو پرېکړهلیکونو بره لاړ نهشي. ناپیلون اوس د خپلې اړوتياوړ ټولې پلمې لرلې په داسې حال کې چې د هغه پوځ د ګيرونډ د څارنې د لومړۍ قول اردو د فرقې جنرال ژان اندوچ جونوټ په قومانده پر لېسبون لښکرلېږد ته چمتو شو. د پورتګاليانو د ځواب ترلاسه کولو وروسته هغه د جونوټ پوځ ته امر وکړ چې له پولې څخه د اسپانیې امپراتورۍ ته لاړ شي. [۹][۱۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Prados de la Escosura 2018، مم. 18, 31.
- ↑ Chandler 1974، م. 164.
- ↑ Fletcher 2003a، م. کينډۍ:Page needed.
- ↑ Ellis 2014، م. 100.
- ↑ Hindley 2010.
- ↑ Payne 1973، مم. 432–433.
- ↑ Chandler 1995، م. 596.
- ↑ Chandler 1995، م. 588.
- ↑ Chandler 1995، م. 597.
- ↑ Oman 1902، م. 7.