روديشيا
روديشيا چې له ۱۹۷۰ز کال څخه د روديشيا جمهوريت “Republic of Rhodesia” دی، له ۱۹۶۵ز کال څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې سويلي افريقا کې يو په رسميت ناپېژندل شوی دولت او پراخوالی يې د اوسنۍ زمبابوی برابر و. دا هېواد د سويلي روديشیا د برتانوي مستعمرې رښتينی ځايناستی دولت و، چې په ۱۹۲۳ز کال کې د ځواب ويونکي حکومت له تر لاسه کولو څخه وروسته خپلواکه سيمه وه. په وچه کې ګېره روديشيا سويل کې له سويلي افريقا، سويل لويديځ کې له بيچوانالېنډ (وروسته بوتسوانا)، شمال لويديځ کې له زمبيا (چې پخوا شمالي رودوشيا وه) او ختيځ کې له موزمبيق (چې تر ۱۹۷۵ز کال پورې پرتګالي ولايت و) سره ګډه پوله لري. دا هېواد له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې د افريقا لويه وچه کې يو له هغو دوه خپلواکو دولتونو څخه و، چې د اروپايي پښت او کلتور د سپين پوستي لږه کيو په واسطه اداره کېده، په داسې حال کې چې نور [هېوادونه] سويلي افريقايي دي. [۱][۲]
د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د ترانسوال “Transvaal” شمالي سيمه د رسمي سند له مخې برتانوي سويلي افريقا شرکت ته ورکړل شوه، چې مشري يې سيسيل رودز “Cecil Rhodes” کوله. رودز د نوموړي پايونير کولم “Pioneer Column” په ۱۸۹۰ز کال کې شمال لور ته لاړل او لويه برخه سيمه يې تر لاسه کړه، چې شرکت پرې د ۱۹۲۰ ز لسيزې تر لومړيو پورې واکمني وکړه. به ۱۹۲۳ز کال کې د شرکت منشور له منځه لاړ او سويلي روديشيا خپل حکومت تر لاسه او مقننه قوه يې جوړه کړه. سويلي روديشيا د ۱۹۵۳ او ۱۹۶۳ز کالونو تر منځ د روديشيا او نياسالېنډ په اتحاد کې له شمالي روديشيا او نياسالېنډ سره يو ځای شوه.
د ۱۹۵۰ ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۶۰ ز لسيزې په لومړيو کې له نيواک څخه د افريقا چټک راوتلو د سويلي روديشيا د سپين پوستو وګړو د پام وړ برخې ته د ډار احساس ورکړ. تور پوستي ډېره کي حکومت ته د واک د لېږد ځنډولو په موخه هڅه کې په عمومي ډول د سويلي روديشيا سپين پوستي حکومت د ۱۹۶۵ز کال د نومبر په ۱۱ نېټه له انګليستان څخه د خپلواکۍ خپله يو اړخيزه اعلاميه “Unilateral Declaration of Independence (UDI)” تصويب کړه. نوي رامنخته شوي هېواد چې يوازې د روديشيا په نوم هم پېژندل کېږي، په لومړيو کې د ګډو ګټو دولت کې د خپلواکې سيمې په توګه په رسميت پېژندل غوښتل، مګر په ۱۹۷۰ز کال کې يې بېرته ځان د جمهوريت په توګه جوړ کړ. دوه افريقايي ملتپالو ګوندونو د زيمبابوی افريقايي ولسي اتحاديې “Zimbabwe African People’s Union (ZAPU)” او د زيمبابوی افریقايي ملي اتحاديې “Zimbabwe African National Union (ZANU)” د خپلواکۍ د يو اړخيزې اعلاميې له مخې رامنځته شوي حکومت باندې وسله وال پاڅون وکړ، چې د روديشيا بوش جګړې “Rhodesian Bush War” ته يې لاره هواره کړه. د مخ پر وده جګړې ستړيا، ديپلوماتيک فشار د ملګرو ملتونو له لورې لګول شويو پراخه سوداګريز بنديزونو د روديشيا لومړی وزير ايان سمېت “Ian Smith” وهڅوه، چې په ۱۹۷۸ زکال کې د ډېره کيو حکومت ته غاړه کېږدي. که څه هم ټاکنې او ګڼ نژادي لنډمهالی حکومت د منځلاري ابيل ميوزوريوا له لورې د سيميت د بريا سره سره، د نړيوالو نيوکو په غلي کولو يا د جګړې په بندولو کې پاتې راغلل. د ۱۹۷۹ زکال ډسمبر کې ميوزوريوا له “ZANU” او “ZAPU” سره يو تړون کړی و، چې روديشيا ته يې لاره هواروله، چې د برتانيې تر څار لاندې د نويو ټاکنو په ځنډولو سره په لنډ ډول بېرته استعماري دريځ ته وګرځي. د زيمبابوی افريقايي ملي اتحاديې “ZANU” په ۱۹۸۰ز کال ټاکنيزه بريا خپله کړه او هېواد د ۱۹۸۰ز کال اپرېل کې د زيمبابوی په نوم نړيواله په رسميت پېژندل شوې خپلواکي تر لاسه کړه.
د روديشيا لوی ښارونه ساليسبري “Salisbury” (د هېواد پلازمېنه، چې اوس د هاراري “Harare” په نوم پېژندل کېږي) او بولاوايو “Bulawayo” وو. له ۱۹۷۰ زکال څخه مخکې يو جرګه ييزه مقننه جرګه په عمومي ډول سپين پوستې وه او يوازې لږ شمېر څوکۍ په کې تور پوستو استازو ته په کې نيول شوې وې. په ۱۹۷۰ز کال کې د جمهوريت له اعلان څخه وروسته يې ځای يو جرګه ييز پارلمان، مقننه جرګې او د مشرانو جرګې (سنا) ونيو. يو جرګه ييز نظام په زيمبابوی کې له ۱۹۸۰ز کال څخه وروسته ساتل شوی و. روديشيا د خپل نژادي قانوني حق سربېره د لويديځ يو مناسب دوديز نظام “Westminster system” ولید [تجربه کړ]، چې له انګليستان څخه ورته په ميراث پاتې و او ولسمشر په کې د دولت د يو رسمي مشر په توګه کار کاوه، په داسې حال کې چې لومړي وزير د حکومت د مشر په توګه د کابينې مشري کوله.
ارپوهنه
[سمول]د هغه اساسي قانون له مخې، چې د ۱۹۶۵ز کال په نومبر کې د خپلواکۍ له يو جرګه ييزې اعلاميې سره سم تصويب شوی دی، د هېواد رسمي نوم روديشيا و. که څه هم دا د برتانوي قانون له مخې هغه حالت يا قضیه نه وه، چې د سيمې قانوني نوم يې سويلي روديشيا ګڼلی و؛ سويلي روديشيا هغه نوم و، چې پر دواړو روديشياو باندې د برتانوي سويلي افريقا د شرکت د ادارې پر مهال په ۱۸۹۸ زکال کې دې هېواد ته ورکړل شوی و او په ۱۹۲۳ز کال کې د شرکت د واکمنۍ له پای ته رسېدلو څخه وروسته هم د سويلي روديشيا د خپلواکې مستعمرې له لورې وساتل شو. [۳]
د نوم ايښودنې د دې بحث تاريخ د ۱۹۶۴ز کال اکتوبر ته ورګرځي، چې په دې وخت کې شمالي روديشيا له انګليستان څخه خپلواکه شوه او اوسمهال يې خپل نوم زامبيا ته بدل کړ. ساليسبري ښار کې د سويلي روديشيا استعماري حکومت احساس کړل، چې د «شمالي» روديشیا په نه شتون کې د هېواد له نوم سره د «سويلي» ويي کارول نور بې ګټي دي. يوازې د روديشيا کېدلو لپاره يې قانون تصويب کړ، مګر برتانوي حکومت يې د دې له امله له تصويب څخه مخ وګرځوه، چې د هېواد نوم د برتانوي قانون ايښودنې له مخې پېژندل شوی و او د همدې لپاره د استعماري حکومت له لورې نه شو بدلېدلی. ساليسبري سره له دې هم په رسمي ډول د لنډ نوم کارولو ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې برتانوي حکومت لا هم سويلي روديشيا يادوله. دې حالت د خپلواکۍ د يو جرګه ييزې اعلاميې “UDI” په ټوله دوره کې دوام وکړ. لنډ نوم د عوامو جرګه کې د برتانوي حکومت په ګډون د زياتو خلکو له لورې کارول کېده. [۴]
تاريخچه
[سمول]شاليد
[سمول]له دويمې نړيوالې جګړې څخه تر وروسته وختونو پورې د سويلي روديشيا په وچه کې ګېر برتانوي ملکيت د يوې بومي افريقايي سيمې پر ځای د يو داسې بې ساري دولت په توګه پرمختګ کړې و، چې خپله ګڼ نژادي ځانګړتيا يې منعکس کړه. دې حالت دا سيمه په حقيقت کې تر استعماري واکمنۍ لاندې له شته نورو سيمو څخه خورا توپير لرونکي ځکه کړه، چې زياتره اروپايان ورته د تل پاتې کورونو جوړولو په موخه راورسېدل او په ښارګوټو کې د سوداګرو يا د خورا ګټورو ځمکو د کرلو په موخه استوګن شول. په ۱۹۲۲ زکال کې له دې پرېکړې سره مخامخ شو، چې يا به د پينځم ولايت په توګه د سويلي افريقا له اتحاديې “Union of South Africa” سره يو ځای کېږي او يا به نږدې بشپړه کورنۍ خپلواکي مني، چې تاکنيزې حوزې له سويلي افریقا سره د يو ځای کېدلو خلاف خپله رايه وکاروله. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د ټولپوښتنې د پايلو په پام کې نيولو سره، دا سيمه د ۱۹۲۳ز کال د سپټمبر په ۱۲ نېټه د انګليستان له لورې په خپلې خاورې پورې وتړل شوه. له نښلېدلو څخه لږه موده وروسته د همدې کال د اکتوبر په ۱ نېټه د سويلي روديشيا نوې مستعمرې لپاره لومړنی اساسي قانون نافذ شو. د اساسي قانون له مخې سويلي روديشيا د دې حق ورکړل شو، چې خپله دېرش کسيزه مقننه قوه، لومړی وزير او کابينه وټاکي؛ که څه هم برتانوي تخت د هغو معيارونو په سر رسمي ويټو وساتله، چې اصلي اوسېدونکي يې اغېزمنول او پر بهرني سياست باندې يې واکمني وکړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د راتلونکو درې لسيزو په اوږدو کې سويلي روديشيا يو څه اقتصادي پراختيا او صنعتي کېدل وازمايل، چې په نيمه سهارايي افريقا کې نږدې بې ساري وو. د کروميم او منګنيز په ګډون د هېواد د معدني شتمنيو طبيعي ډېرښت د دوديزې اقتصادي ودې په برخه کې په لوړه کچه مرسته وکړه. که څه هم افريقا کې ډېری مستعمرو، ان هغه چې د طبيعي سرچينو په برخه کې بډايه وې، د تخنيکي او مديريتي مهارتونو د کمښت له امله د ورته کچې پرمختګ په تر لاسه کولو کې ستونزه تجربه کړه. د استعماري ملکي خدمت کونکو کوچني څرخېدونکې کاري ټولګي، چې په سيمه ييز اقتصاد کې له خپلو مهارتونو څخه د ګټې اخېستنې لږه انګېزه يې درلوده، د دې زيان د تاوان ورکولو (جبران) لپاره پوره نه وو. سويلي روديشيا په نامتناسب ډول د خپلې پراخه اروپايي کډوالۍ په بڼه د هېواد له باندې څخه په مستقيم ډول د په کار پوه کاري ځواک د واردلو له مخې، دا مسئله نه ده منلې. د بېلګې په ډول: په ۱۹۵۱ زکال کې د سويلي روديشيا له ٪۹۰ څخه زيات سپين پوستي په هغه څه کې بوخت وو، چې برتانوي حکومت د «ماهرانه بوختياوو» يا مسلکي او تخنيکي سوداګريو په توګه ډلبندي کړل. دا د يو متنوع اقتصاد د رامنځته کېدنې لامل شول، چې د توليد پياوړی سکتور او د اوسپنې او فولادو صنعتونه يې درلودل. د سپين پوستي نفوس له زياتېدلو سره سم د پانګې رالېږدونې هم (په ځانګړي ډول د دويمې نړيوالې جګړې د راپورته کېدلو پر مهال) زياتې شوې دي. د اروپايي اوسېدونکو له لورې په اقتصاد کې د پام وړ پانګه اچونې د سويلي روديشيا د لېږد صنعتونه او همدا راز هغه زېربنا تمويل کړه، چې له نړيوالو بازارونو سره د هېواد د لا زيات يو ځای کېدلو لپاره اړينه وه. [۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Chambers, Allied (1998). The Chambers Dictionary. Allied Publishers. p. 1416. ISBN 978-81-86062-25-8.
- ↑ "46. Rhodesia/Zimbabwe (1964-present)". uca.edu.
- ↑ Rowland, J. Reid. "Constitutional History of Rhodesia: An outline".
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) in Berlyn, Phillippa (April 1978). The Quiet Man: A Biography of the Hon. Ian Douglas Smith. Salisbury: M. O. Collins. pp. 240–256. OCLC 4282978. - ↑ * Palley, Claire (1966). The Constitutional History and Law of Southern Rhodesia 1888–1965, with Special Reference to Imperial Control (First ed.). Oxford: Clarendon Press. pp. 742–743. OCLC 406157.
- ↑ Duignan, Peter (1986), Politics and Government in African States 1960–1985, Croom Helm Ltd, ISBN 0-7099-1475-X
- ↑ Nelson, Harold (1983), Zimbabwe: a country study, The American University (Washington, D.C.), ISBN 0160015987
- ↑ Taylor, Scott (2006), Culture and Customs of Zambia, Greenwood, ISBN 0313332460
- ↑ "Rhodesia – Mzilikaze to Smith". Rhodesia.nl. Archived from the original on 26 August 2012. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ "The Cabinet Papers | Rhodesia and the Central African Federation". Nationalarchives.gov.uk. Archived from the original on 9 October 2012. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ "History of Zimbabwe". Historyworld.net. Archived from the original on 24 June 2012. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ Southern Rhodesia (Annexation) Order in Council, 30 July 1923 that provided by section 3 thereof: "From and after the coming into operation of this Order the said territories shall be annexed to and form part of His Majesty's Dominions, and shall be known as the Colony of Southern Rhodesia."
- ↑ Stella Madzibamuto v Desmond William Larder – Burke, Fredrick Phillip George (1969) A.C 645 – Authority for date of annexation having been 12 September 1923
- ↑ Collective Responses to Illegal Acts in International Law: United Nations Action in the Question of Southern Rhodesia by Vera Gowlland-Debbas
- ↑ Stella Madzibamuto v Desmond William Larder – Burke, Fredrick Phillip George (1969) A.C 645
- ↑ Southern Rhodesia Constitution Letters Patent 1923
- ↑ "Parliament". Rhodesia.me.uk. Archived from the original on 15 January 2012. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ "Full text of "Southern Rhodesia 1890–1950; A Record of Sixty Years Progress"". Archived from the original on 6 July 2012. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ "Zimbambwe". Sapst.org. 22 December 1987. Archived from the original on 10 May 2013. نه اخيستل شوی 9 October 2012.
- ↑ Barber, William (1961). The Economy of British Central Africa. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. pp. ix–xi, 18–29, 108. ISBN 978-0812216202.
- ↑ "Settler Colony – History – Zimbabwe – Africa". Countriesquest.com. Archived from the original on 12 May 2013. نه اخيستل شوی 9 October 2012.