ستالینېزم
د ستالین رژیم له زور څخه په کار اخیستنې ټولنه له هغو څخه چې ده د ځان او کمونېزم لپاره ګواښ (همدارنګه ورته «د خلکو دښمنان» ویل کېدل) بلل پاکه کړه؛ په دغو کسانو کې د ده سیاسي مخالفین، غیر شوروي ملت پاله، بورژوازي، کروندګر («کولاکان») او په کارګري طبقه کې هغه کسان چې ځانونه یې «انقلاب ضد» هم فکره بلل شاملېدل. دغه چاره په ټولیزه توګه د یادو کسانو او د هغوی د کورنیو د ځپلو لامل وګرځېده چې په کې ټولیزې نیونې، نمایشي محاکمې، اعدامونه او په ګولاګ باندې په پېژندل کېدونکو د جبري کار او اصلاح په کمپونو کې بندي کېدل شامل کېدل. تر ټولو پام وړ بېلګه یې هم لویه تصفیه او د کولاکانو د له منځه وړو عملیات و. ستالینېزم همدارنګه د جګړې غوښتونکي الحاد او اجباري تبعید له مخې د مذهب ضد ځورونو او قومي تصفیې پر بنسټ مشخص کېږي. یو شمېر تاریخ پوهان لکه رابرت سرویس ستالینیستي پالیسۍ په ځانګړې توګه د هغو راغونډونکې پالیسۍ د قحطيو لکه د هولودومور قحطۍ د جوړېدو له امله غندي. یو شمېر نور تاریخ پوهان او څېړونکي بیا د ستالینېزم د رول په اړه د نظر اختلافونه لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹] دغه سیاست په رسمي توګه د کمونېزم پر لور د پراختیا د چټک کولو په موخه طراحي شوی و چې له مخې یې د شوروي اتحاد پر صنعتي کېدو ټینګار کېده ځکه چې شوروي اتحاد له هغو وړاندې د لویدیځو هېوادونو په پرتله له اقتصادي پلوه شاته پاتې و او له همدې امله سوسیالیستي ټولنې د کمونېزم د داخلي او خارجي دښمنانو له خوا د را ولاړیدونکو ستونزو سره د مبارزې په موخه صنعت ته اړتیا لرله. چټک صنعتي کېدل د کرنیزو چارو له ټولیز کېدو او چټک ښاري کېدو سره اړوند و، ځکه یې هم وروسته ډېری کوچني کلي په صنعتي ښارونو واړول. د صنعتي پراختیا د چټک کولو په موخه ستالین له لویدیځې اروپا او متحده ایالاتو څخه توکي، نظریات، تخصص او کارګران هېواد ته راوړل او په عملي توګه یې له لویو خصوصي امریکایي شرکتونو لکه د فورډ موټور کمپنۍ سره د پانګونې مشترکې هوکړې لاسلیک کړې. د ۱۹۲۰ مې لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۳۰ مې لسیزې پورې دولتي څار د شوري اقتصاد د صنعت له بنسټي کېدو سره مرسته وکړه. وروسته له هغه چې امریکايي خصوصي شرکتونو خپلې دندې پای ته ورسولې د شوروي دولتي شرکتونو د هغو مسئولیت پر غاړه واخیست. [۱۰][۱۱][۱۲] تاریخچه[سمول]ستالینېزم د هغې دورې د توصیف لپاره کارول کېږي چې په کې ژوزف ستالین له ۱۹۲۲ زکال څخه د ۱۹۵۳ زکال د مارچ تر ۵ مې نېټې پورې د شوروي اتحاد مشري او هم مهاله یې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه خدمت وکړ. [۱۳] ریښه موندنه/ایتمولوژي[سمول]د ستالینېزم اصطلاح ۱۹۳۰ مې لسیزې په نیمايي کې هغه مهال چې د لازار کاګانوویچ په نامه شوروي سیاستوال او د ستالین همکار څرګنده کړه چې «راځۍ ژوندی دې وي لینینېزم! په ژوندی دې وي ستالینېزم! بدل کړو». ستالین دا د بې حده ستاینې په توګه رد کړ خو د هغه د شخصیتي ځایګي جوړولو سره یې همکاري وکړه. [۱۴] ستالینیستي سیاستونه[سمول]په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخ پوهان ستالینېزم د لینینېزم او مارکسېزم د ایډیالوژیو انعکاس بولي، خو یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې دا له هغو سوسیالیستي ارمانونو څخه جلا و چې له هغو یې سرچینه اخیسته وې. له هغې سیاسي مبارزې وروسته چې د بوخارینستانو (د ګوند د ښي اړخي لیدلورو لرونکو) له ماتې وروسته خپل اوج ته ورسېده؛ ستالینېزم نور ازاد و چې له کوم مخالفت پرته خپل سیاستونه رامنځته کړي همدا و چې له مخې یې شدیده اقتدار ګرایي رامنځته شوه او لګښتونو ته یې له پام پرته د چټک صنعتي کېدو پر لور کار وکړ. [۱۵] له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۲۴ زکال پورې، په داسې حال کې چې ستالین، ولادمیر لینین او لئون تروتسکي تر ډېره متحدین ګڼل کېدل خو د دوی ترمنځ پام وړ ایډیالوژیکي توپیرونو شتون درلود. ستالین له تروتسکي سره په خپله مناقشه کې په پرمختلفو کپیټلیستې هېوادونو کې د کارګرانو پر رول ټینګار ونکړ (د بېلګې په توګه هغه د امریکا کارګري طبقه کارګري اشراف «بورژوازي شوي» بلل). ستالین همدارنګه د تروتسکي سره په مقابل کې د بزګرانو د رول لکه په چین کې د بزګرانو د رول اړوند بحث وکړ په داسې حال کې چې تروتسکي د بزګرانو له خوا د چریکي جنګ پر بنسټ د ښاري بغاوتونو پلویتوب کاوه. د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په انقلاب کې ټولو بلشویکي رهبرانو په لږ یا زیاته کچه روسیه د نړیوال پراخ انقلاب په لار کې د خیز د تختې پر سر په پام کې ونیوله. ستالین بالاخره د ۱۹۲۴ زکال تر مني پورې په یو هېواد کې د سوسیالېزم تیوري معرفي کړه، هغه تیوري چې نه یوازې د تروتسکي له دایمي انقلاب سره یې شدید مخالف ځایګی درلود؛ بلکې له ټولو پخوانیو سوسیالیستي اساساتو سره یې توپیر درلود. خو انقلاب هغه ډول چې لینین یې تصور کړی و په چټکۍ سره یې له روسیې بهر پراختیا وه نه مونده. آن د روسیې د سترواکۍ په پخوانیو قلمرونو - لکه پولنډ، فنلنډ، لتوانیا، لتویا او استونیا – کې بریالی نه و. برعکس ټول دغه هېوادونه د سرمایه دارۍ په بورژوازي حکومتونو اوښتي و. [۱۶] له دې سربېره د ۱۹۲۴ زکال په مني کې په شوروي روسیه کې له سوسیالېزم څخه د ستالین تصور په پیل کې د ګوند د سیاسي کمېټې د غړو ترغوږو پورې د کفري ویناوو په توګه ورغی چې په دغو کسانو کې کیڼ اړخي روڼ آندي لکه زینوویف او کامنف، ښي اړخي عملګرایان لکه رایکوف، بوخارین او تامسکي او همدارنګه پیاوړی تروتسکي چې ځان یې یوازې له خپل لوري پرته بل هېچا ته اړوند نه باله؛ شاملېدل. هیچا هم د ستالین مفهوم په کمونیستي ایډیالوژۍ کې د پوتانسیل زیاتونکی نه باله. د ستالین له خوا په یو هېواد کې د سوسیالیزم تیوري تر هغه مهاله وه نه شو کولای کوم ځایګی ومومي کله چې خپله د ۱۹۲۹ زکال په شاوخوا کې د شوري اتحاد د جمهوریتونو اتوکراتیکې/خودکامه واکمنۍ ته نږدې شو. بوخارین او ښي اړخي اپوزیسیون د ستالین د نظریاتو له تحمیل کولو څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې تروتسکي تبعید شوی و او زینوویف او کامنف له ګوند ویستل شوي وو. [۱۷] پرولتاري دولت[سمول]سنتي کمونیستي مفکوره په دې باور ولاړه ده چې دولت په تدریج سره «له منځه تلونکی» دی، ځکه د سوسیالېزم پلي کېدل به طبقاتي توپیرونه له منځه یوسي. له دې سره ستالین استدلال کاوه چې پرولتاریا دولت (د بورژوايي دولت په مقابل کې) باید د له منځه تلو څخه وړاندې پیاوړی شي. د ستالین له نظره د انقلاب ضد عناصر به هڅه وکړي چې په بشپړه توګه کمونېزم ته لېږد له مسیره وباسي او دولت باید په کافي اندازه پیاوړی وي څو هغوی ته ماته ورکړي. له همدې امله د ستالین تر اغېز لاندې کمونیستي رژیمونه په پراخه کچه د توالیتر په توګه توصیف شوي. نور کیڼ اړخي لکه انارکو کمونېستان په شوروي اتحاد کې د ستالیني دورې پر مهال په ګوندي دولتونو نیوکه کوي او هغه د بروکراسۍ پر لرلو تورنوي او له دې سربېره هغه سوسیال اصلاح غوښتونکې دیموکراسي؛ نه د انقلابي کمونېزم ډول بولي. [۱۸][۱۹] د شنګ شیکای په نامه چینايي ټوپک مار او د سینکیانګ ایالت واکمن چې کمونیستي لیدلوری یې درلود د شوروي مداخلې ته یې هرکلی ووایه او اجازه یې ورکړه چې ستالیني حکومت د ۱۹۳۰ مې لسیزې پر مهال سین کیانګ ایالت ته پراختیا ومومي. په ۱۹۳۷ زکال کې شنګ د ستالین د لویې تصفیې په څېر عملیات ترسره کړل او نږدې ۱۰۰ زره تنه چې ډېری یې اویغور وګړي و شکنجه، بندیان او وه یې وژل. [۲۰][۲۱] سرچينې[سمول] |
- ↑ Deutscher, Isaac (1961). Stalin: A Political Biography (2nd ed.). Oxford University Press. pp. 7–9. ISBN 978-0195002737.
- ↑ Plamper, Jan (17 January 2012). The Stalin Cult: A Study in the Alchemy of Power. Yale University Press. ISBN 9780300169522.
- ↑ Bottomore, Thomas (1991). A Dictionary of Marxist Thought. Wiley-Blackwell. p. 54. ISBN 978-0631180821.
- ↑ Rossman, Jeffrey (2005). Worker Resistance Under Stalin: Class and Revolution on the Shop Floor. Harvard University Press. ISBN 0674019261.
- ↑ Pons, Silvo; Service, Robert, eds. (2012). A Dictionary of 20th Century Communism. Princeton University Press. p. 307. ISBN 9780691154299.
- ↑ Service, Robert (2007). Comrades!: A History of World Communism. Harvard University Press. pp. 3–6. ISBN 9780674046993.
- ↑ Greeley, Andrew, ed. (2009). Religion in Europe at the End of the Second Millennium: A Sociological Profile. Routledge. p. 89. ISBN 9780765808219.
- ↑ Pons, Silvo; Service, Robert, eds. (2012). A Dictionary of 20th Century Communism. Princeton University Press. pp. 308–310. ISBN 9780691154299.
- ↑ Sawicky, Nicholas D. (20 December 2013). The Holodomor: Genocide and National Identity (Education and Human Development Master's Theses). The College at Brockport: State University of New York. Archived from the original on 6 February 2021. نه اخيستل شوی 6 October 2020 – via Digital Commons.
Scholars also disagree over what role the Soviet Union played in the tragedy. Some scholars point to Stalin as the mastermind behind the famine, due to his hatred of Ukrainians (Hosking, 1987). Others assert that Stalin did not actively cause the famine, but he knew about it and did nothing to stop it (Moore, 2012). Still other scholars argue that the famine was just an effect of the Soviet Union's push for rapid industrialization and a by-product of that was the destruction of the peasant way of life (Fischer, 1935). The final school of thought argues that the Holodomor was caused by factors beyond the control of the Soviet Union and Stalin took measures to reduce the effects of the famine on the Ukrainian people (Davies & Wheatcroft, 2006).
{{cite thesis}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ De Basily, N. (2017) [1938]. Russia Under Soviet Rule: Twenty Years of Bolshevik Experiment. Routledge Library Editions: Early Western Responses to Soviet Russia. Abingdon, Oxon: Routledge. ISBN 9781351617178. نه اخيستل شوی 3 November 2017.
... vast sums were spent on importing foreign technical 'ideas' and on securing the services of alien experts. Foreign countries, again – American and Germany in particular – lent the U.S.S.R. active aid in drafting the plans for all the undertakings to be constructed. They supplied the Soviet Union with tens of thousands of engineers, mechanics, and supervisors. During the first Five-Year Plan, not a single plant was erected, nor was a new industry launched without the direct help of foreigners working on the spot. Without the importation of Western European and American objects, ideas, and men, the 'miracle in the East' would not have been realized, or, at least, not in so short a time.
- ↑ Kotkin 1997، م. 70-79.
- ↑ Kotkin 1997، م. 70-71.
- ↑ "Communism". Encyclopædia Britannica Online. Retrieved 4 February 2020.
- ↑ Montefiore 2004، م. 164.
- ↑ Suny, Ronald (1998). The Soviet Experiment: Russia, the USSR, and the Successor States. New York, New York: Oxford University Press. pp. 221.
- ↑ On Finland, Poland etc., Deutcher, chapter 6 "Stalin during the Civil War", (p. 148 in the Swedish 1980 printing)
- ↑ Deutscher, Isaac. [1949] 1961. "The General Secretary." Pp. 221–29 in Stalin, A Political Biography (2nd ed.).
- ↑ "Stalinism." Encyclopædia Britannica. [1998] 2020.
- ↑ Price, Wayne. "The Abolition of the State" (PDF). نه اخيستل شوی 2 March 2022.
- ↑ Andrew D. W. Forbes (1986). Warlords and Muslims in Chinese Central Asia: a political history of Republican Sinkiang 1911–1949. Cambridge, England: CUP Archive. p. 151. ISBN 978-0-521-25514-1. نه اخيستل شوی December 31, 2010.
- ↑ Rudelson, Justin Jon; Rudelson, Justin Ben-Adam; Ben-Adam, Justin (1997). Oasis Identities: Uyghur Nationalism Along China's Silk Road (په انګليسي). Columbia University Press. ISBN 978-0-231-10786-0.