Location via proxy:   [ UP ]  
[Report a bug]   [Manage cookies]                
Jump to content

وېنيس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ونیز یا ونیزیا د ایټالیا په شمال ختیځ کې یو ښار او د وینیټو سیمې مرکز دی. دا ښار له ۱۲۶ ټاپوګانو څخه جوړ دی کوم چې د ازادو اوبو او کانالونو په مټ سره بېل دی. د دې ښار ځینې برخې د ۴۷۲ پلونو په مټ سره نښلول شوي دي. دغه ټاپوګان د ونیزي په لږ ژورو اوبو کې، د پو او پياو سیندونو تر منځ را اېسار خلیج (وچ کلک د برنټا او سیله تر منځ) پروت دی. په ۲۰۲۰ کال کې، شاوخوا ۲۵۸۶۸۵ خلکو په ستر وینز یا Comune di Venezia کې مېشت و، چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۵۱۰۰۰ خلکو د ونیز د تاریخي ښار په ټاپو (centro storico) او پاتې یې په اصلي خاوره (terraferma) کې ژوند کاوه. د پاډوا او ټریویزو له ښارونو سره یو ځای، ونیز د پاډوا-ټریویزو مټروپولیټین (PATREVE) سیمه کې پروت دی چې په غه سیمه کې ۲.۶ میلیونه وګړي ژوند کوي. [۱][۲]

د دې ښار نوم د لرغوني وینیټي له خلکو څخه را اخیستل شوی دی چې په دغه سیمه کې له میلاد څخه ۱۰ پېړۍ وړاندې مېشت و. دا ښار له تاریخي اړخه د څه باندې یوې زریزې لپاره یعنې له ۸۱۰ څخه ۱۷۹۷ کال پورې د ونیز د جمهوریت پلازمېنه وه. دا ښار په منځنۍ پېړیو او رنسانس دوره کې یو ستر مالي او سمندري ځواک او د صلیبي جګړو او د لپانټو د جګړې یوه سمه او همداشان له ۱۳مې تر ۱۷مې پېړۍ پورې یو مهم سوداګریز مرکز و په تېره بیا د ورېښمو، غلو، درملو او د معاصر عصر اړوند هنرونو په برخه کې. د ونیز ښاري دولت لومړنی ریښتینی نړیوال مالي مرکز و چې په ۹مه پېړۍ کې رادبره شو او په ۱۴مه پېړۍ کې پر یوه مهم مرکز باندې بدل شو. په دغه وخت کې ونیز د خپل تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ډېر بډایه مرکز و. د پېړیو لپاره ونیز  ادریاټیک سمندر په اوږدو او د ایټالیا په نیمه ټاپو کې پراخې ځمکې درلودي، چې پر معمارۍ او کلتور یې د پام وړ اغېز ښندلی چې تر اوسه پورې د لیدلو وړ دي. د ګڼو مورخینو له قوله د ونیز د وسلې جوړولو کارخونه د بشر په تاریخ کې تر ټولو لومړنۍ کارخونه ده او دا د ونیز د سمندري ځواک اډه وه. د ونیز حاکمیت په ۱۷۹۷ کال کې د ناپلیون په لاس پای ته ورسېد. له هغه وروسته دا ښار په ۱۸۶۶ کال کې د ایټالیا د پاچاهي یوه برخه شوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ونیز د "La Dominante"، "La Serenissima"، «د اډریاټیک ملکه»، «د اوبو ښار»، «د نقابونو ښار»، «د پلونو ښار»، «شناور ښار» او «د کانالونو ښار» په نوم سره پېژندل کېږي. لاګون او په لاګون ښار کې دننه تاریخي برخې په ۱۹۸۷ کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث سیمې په توګه وپېژندل شوي، چې ټولټال ۷۰۱۷۶.۴ هکټاره (۱۷۳۴۱۰ جربیه) مساحت لري. دې حقیقت ته په کتو سره چې ونیز او د هغه لاګون سیمه د هغوی د ایکالوژي او کلتوري میراث د ساتنې له اړخه له ثابت ګواښ سره مخ دي او د ونیز د یونیسکو لیست تل د یونیسکو تر دایمي څېړنې لاندې وي. د ونیز ځینې برخې د چاپېریال، معماري او هنري اثارو د ښایست له مخې مشهورې دي. ونیز د ګڼو هنري خوځښتونو له امله، په تېره بیا د رنسانس په دوره کې پېژندل شوی ښار دی او د موسیقي د الاتو او اوپرا موسیقي په تاریخ کې یې مهم رول لوبولی دی. دا ښار د باروک د کمپوزراو ټوماس البینوني او انټونیو ویوالډي د زوکړې ځای دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

په ۲۱مه پېړۍ کې، ونیز یو له مشهورو ګرځندوی ښارونو څخه دی، چې ستر کلتوري مرکزونه لري او زیاتره د نړۍ یو له ښکلو ښارونو څخه پاته شوی دی. دا ښار د ټایمز مجلې له خوا د اروپا یو له تر ټولو رومانټیکو ښارونو څخه پېژندل شوی دی او د نیویارک ټایمز له خوا بیا «پرته له شکه د انسان په لاس جوړ شوی تر ټولو ښایسته» ښار لقب یې ګټلی دی. که څه هم دا ښار له یو لړ ننګوونو سره مخ دی له هغې ډلې د ګرځندویانو په زیات شمېر سره راتګ، د هوا ککړتیا، د خلکو ګڼه ګوڼه او ودانیو ته نږدې د چټکو کښتیو چلول.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تاریخ

[سمول]

مخینه

[سمول]

که څه هم د ونیز د جوړولو یا بنسټ اېښودلو په اړه هېڅ راز موجود تاریخي اسناد نشته، خو دودیزو او شته شواهدو ګڼ شمېر مورخین د نظر دې اتفاق ته رسولې دي چې د ونیز اصلي اوسېدونکي د رومي نږدې ښارونو لکه پاټویم (پډوا)، اکویلیا، تاوریزیوم (ټریویزو)، التینوم او کانکورډیا (پورتوګورارو) کډوال او همداشان د بې دفاع سیمو خلک و چې د ژرمانیک او هان خلکو له بریالیو بریدونو څخه را تښتیدلي وو. د دغې ادعا ملاتړ د هغو اسنادو له مخې هم کېږي چې په اصطلاح «رسولي کورنۍ» هغه دولس کورنۍ چې د ونیز بنسټ یې کېښود او خپل لومړنی دوج یې وټاکه، چې په زیاترو مواردو کې هغوی خپل نسب رومي کورنیو ته رسوي. ځینو وروستیو رومي سرچینو دا په ډاګه کړې ده چې د لاګون په اوبو کې کب نیوونکو ژوند کاوه، چې هغوی ته به یې اینکولای لاکونای (د لاګون اوسېدونکي) ویل. د دې ښار لومړنی بنسټ له هغه وخت څخه را هیسې پېژندل شوی چې لومړۍ کلیسا دلته جوړه شوه او هغه د سان جاکومو کلیسا وه چې د ریالټو په ټاپو (ریوالټو «لوړ ساحل») کې جوړه شوه. ویل کېږي چې دا کلیسا د ۴۲۱ کال د مارچ په ۲۵مه د غرمې پر مهال ودانه شوه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

له ۱۶۶-۱۶۸ میلادي کال پورې، کواډي او مارکوماني په دغه سیمه کې اصلي رومي ښار، نننی اودرزو ویجاړ کړ. د رومي ایټالیا دغه برخه بیا د پنځمې پېړۍ په لومړیو کې د ویزیګوټانو له خوا ونیول شو او بیا ۵۰ کاله وروسته د اټیلا په مشرۍ د هان خلکو له ونیول شو. د ایټالیا د شمال نیمه ټاپو ته وروستۍ او تلپاتې مهاجرت په ۵۶۸ کال کې د لومبارډیانو مهاجرت و چې یوازې ځینې ساحلي سیمې یعنې نننۍ ونټو او له هغې ډلې ونیز یې د ختیځ روم سترواکۍ ته ور پرېښودل. د رومي/بیزانس قلمرو د اګزارش راونا په توګه سمبال شو چې له هغه ځایه به دا بندر اداره کېده او په قسطنطیه کې مېشت سترواک له خوا د ټاکل شوي نایب السطنه (اګزارک) له خوا څارل کېده. راونا او ونیز یوازې د سمندري لارو په مټ له یوه بل سره نښتي و او د ونیزیانو په ګوښه کېدو سره، مخ پر زیاتیدونکي خودمختاري تر لاسه شوه. په ونیز کې د مالاموککو او تورچلو په نوم نوي بندرونه جوړ شول. tribuni maiores د لاګون په ټاپوګانو کې لومړنۍ حاکمه کمېټه جوړه کړه چې قدامت یې ۵۶۸ میلادي کال ته رسیږي.

سرچينې

[سمول]
  1. "The Bridges of Venice". ArcGIS StoryMaps (په انګليسي ). 19 June 2023. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Patreve, l'attuale governance non-funziona" [Patreve, the current governance doesn't work] (PDF) (په اېټاليايي ). Venice International University. 6 March 2011. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Harper, Douglas (10 October 2017). "Venice | Etymology of the name Venice by etymonline". Online Etymology Dictionary. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ فبروري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Charnock, Richard Stephen (1859). Local Etymology: A derivative dictionary of geographical names. London: Houlston and Wright. مخونه 288. LCCN 08032183. OCLC 4696115. Pepin, as king of Italy, granted some territory along the banks of the Adige, and Rivo Alto (Rialto), united with neighbouring islands, took the name of Venetiæ, from the province of Venetia, the territory of the ancient Veneti, of which these islands formed a dependency. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Klotz, Justin (11 October 1998). "Venetian Music of the Renaissance". Vanderbilt University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Coispeau, Olivier (10 August 2016). Finance Masters: A brief history of international financial centers in the last millennium (په انګليسي ). World Scientific. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789813108844. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Vladisavljevic, Anja (19 February 2020). "Giovanni Vale: Venice's Legacy Still Shapes the Balkans". Balkan Insight (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. River, Charles (2019). The Republic of Venice: The History of the Venetian Empire and Its Influence Across the Mediterranean (په انګليسي ). Independently Published. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Vladisavljevic, Anja (19 February 2020). "Giovanni Vale: Venice's Legacy Still Shapes the Balkans". Balkan Insight (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. River, Charles (2019). The Republic of Venice: The History of the Venetian Empire and Its Influence Across the Mediterranean (په انګليسي ). Independently Published. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "History of Venice – Present, past and future of Venice". www.introducingvenice.com (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Venice and its Lagoon". UNESCO World Heritage Centre. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ فبروري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Decision 44 COM 7B.50 Venice and its Lagoon (Italy) (C 394)". UNESCO. لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Chambers, David (1992). Venice: A documentary history. England: Oxford. مخونه 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8020-8424-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Top 10 most Beautiful Cities in the World 2017". The Mesh News. 28 July 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Top 10 most Beautiful Cities in the World 2018". worldchacha.com. 2 September 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. (په 17 June 2007 باندې). Europe's most romantic city breaks. The Times.
  18. (په 30 May 1982 باندې). The Most Beautiful and Wonderful City In The World. The New York Times.
  19. Worrall, Simon (16 October 2016). "Tourists could destroy Venice – If floods don't first". National Geographic (په انګليسي ). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. (په 2 November 2016 باندې). When will Venice sink? You asked Google – Here's the answer.
  21. (په 8 November 2017 باندې). Venice just banned mega cruise ships from sailing through the city.
  22. Zeno, Apostolo (1847). Compendio della storia Veneta di Apostolo Zeno continuata fino alla caduta della repubblica [Compendium of the Venetian history of Apostolo Zeno which continued until the fall of the republic] (په اېټاليايي ). Bonvecchiato. مخونه 9. Imperciocchè nascendo i principati منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Bosio, Le origini di Venezia
  24. Barbaro, Marco. L'Origine e discendenza delle famiglie patrizie. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Cappellari Vivaro, Girolamo Alessandro (1740). Il Campidoglio veneto. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Zeno, Compendio 1847:10.
  27. Trudy Ring; Robert M. Salkin; Sharon La Boda (1 January 1996). International Dictionary of Historic Places: Southern Europe. Taylor & Francis. مخونه 745. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884964-02-2. لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Burckhardt, Jacob (1990). The civilization of the Renaissance in Italy. London, England: Penguin Books. OCLC 23255316. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-14-044534-X. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)