Location via proxy:   [ UP ]  
[Report a bug]   [Manage cookies]                
Jump to content

آفت وژونکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آفت وژونکي هغه توکي دي چې د آفتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي. په دې کې واښه وژونکي، حشره وژونکي، چنجي وژونکي، حلزون وژونکي، کب وژونکي، الوت-وژونکي، موږک وژونکي، باکټریا وژونکي، حشرات وژونکي، حشرات شړونکي، څاروي شړونکي، مایکروب وژونکي، فنجي وژونکي، او مار-کب وژونکي ګډون لري. له دې ډلې تر ټولو عام واښه وژونکي دي چې د ټولو آفت وژونکو نږدې ۸۰٪ کارونه جوړوي. زیاتره آفت وژونکي د نباتاتو د خوندیتوب په توګه کار کوي (چې د حاصلاتو د ساتنې د محصولاتو په نوم هم یادېږي)، چې په عمومي بڼه د زیان رسوونکو وښو ، فنجي یا حشراتو څخه نباتات ساتي. د بېلګې په توګه، د الترناریا سولاني فنجی د ابو زیان رسوونکو وښو د سالوینیا د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. [۱][۲][۳][۴]

په عمومي بڼه، آفت وژونکي کیمیاوي (لکه کاربامیټ) یا بیولوژیکي توکي (لکه ویروس، باکتریا، یا فنجي) دی چې د آفتونو مخه نیسي، هغوی غیر فعالوي، وژني، یا د ودې مخه نیسي. تر بحث لاندې آفتونه کیدای شي حشرات، د نباتاتي امراض، زیان رسونکي واښه، حلزون، مرغان، تی لرونکي څاروي، کبان، چنجي (ګردي چنجې) او هغه میکروبونه ګډون ولري چې ملکیتونه ویجاړوي، د ځورنې لامل کېږي، یا ناروغۍ خپروي، یا د ناروغیو وژونکي دي. د دې ګټو ترڅنګ، آفت وژونکي زیانونه هم لري، لکه د انسانانو او نورو نوعو کېدای زهرجن توکي خپاره کړي.

تعریف

[سمول]

د خوړو او کرنې سازمان (FAO) آفت وژونکي په لانډې ډول تعریف کړي:

هر ډول ماده یا د موادو مخلوط دی چې د هر ډول آفتونو، لکه د انسان یا څارویو د ناروغیو لېږدوونکي، د نباتاتو یا څارویو نامطلوب ډولونه، چې د تولید، پروسس، ذخیره کولو، ټرانسپورټ، یا د خوارکي توکو، کرنیزو توکو، د لرګیو یا د لرګیو د محصولاتو یا د څارویو د وښو د بازارموندنې په اوږدو کې د مخنیوي، ویجاړولو یا کنټرول په موخه وي، یا هغه مواد چې څارویو ته د حشراتو، تارکښو، یا د دوی په بدن کې د نورو آفتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي. په دې اصطلاح کې هغه مواد شامل دي چې د نبات د ودې تنظیم کونکي، پاڼې تویوونکي، وچوونکي، یا د میوو د کمولو یا د میوو د وخت څخه مخکې د توېدو د مخنیوي لپاره د عامل په توګه کارول کېږي. همدارنګه د هغه مواد دی چې له درمن څخه مخکې یا وروسته په حاصلاتو کې کارول کېږي ترڅو د ساتلو او لېږد په وخت کې د خرابیدو څخه ساتنه وکړي. [۵]

آفت وژونکي د نظر وړ یو ارګانیزم (د بیلګې په توګه، بوټي وژونکي، حشره وژونکي، فنجې وژونکي، موږک وژونکي، او سپږې وژونکي - جدول وګورئ)، کیمیاوي جوړښت (د بېلګې په توګه، عضوي، غیر عضوي، مصنوعي، یا بیولوژیکي (بیولوژیکي وژونکي) که څه هم تفاوت کله ناکله لږ وي، او فزیکي حالت (د بېلګې په توګه ګازي (ضد عفوني)) بر بنسټ طبقه بندي کېدای شي. په بیولوژیکي وژونکو کې مایکروبي آفت وژونکي او بیوشیمي آفت وژونکي ګډون لري. د نباتاتو څخه ترلاسه شوي آفت وژونکي، یا "بوتانیکي" په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دي. په دې کې پرېتراید (pyrethroids)، روتېناید(rotenoids)، نېکتوناید(nicotinoids)، او څلورمه ډله چې په کې سټرېکنین (strychnine) او سکیلیروساید (scilliroside) شامل دي. [۶][۷][۸][۹]

زیاتره آفت وژونکي په کیمیاوي کورنیو وېشل کېږي. د حشراتو وژونکو مشهورې کورنۍ ارګانوکلورین، ارګانوفاسفېت او کاربامېت دي. ارګانوکلورین هایدرو کاربنونه (د بېلګې په توګه، DDT) کېدای شي په ډیکلوروډیفینیل ایتانونو، سایکلوډین مرکبونو، او نورو اړوندو مرکبونو تجزیه شي. دوی د عصبي فایبر د سوډیم / پوتاشیم توازن په ګډوډولو سره کار کوي او اعصاب اړباسي چې په دوامداره توګه لېږد ترسره کړي. د دوی زهر ډېر توپیر لري، خو خپل د دوام او بیولوژیکي ژوند پرواندې د زیات پاتې کېدو له امله له کارونې وتلي. د ارګانوفاسفېت او کاربامېت ځای په پراخه کچه ارګانوکلورین نیولی. دواړه د اسیتایلکلولینسټریس انزایم د مخنیوي له لارې کار کوي، چې اسیتایلکولین ته اجازه ورکوي چې په لایتناهي توګه د اعصابو نبض ولېږدوي چې د بېلابېلو نښو لکه ضعف یا فلج لامل کېږي. ارګانوفاسفېت د فقراتو د ستون لپاره خورا زهرجن دي او په ځینو مواردو کې د هغه پر ځای د لږ زهرجن کاربامات کارول کېږي. تایوکاربامېت او دیتایوکاربامېت د کاربامېت فرعې برخې دي. د وښو وژونکو په مشهورو کورنیو کې فینوکسي او بینزویک اسید واښه وژونکي (د بېلګې په توګه، 2,4-D )، تریازین (د بېلګې په توګه، اترازین)، یوریا (د بېلګې په توګه، ډیورون)، او کلورواسیتانیلایډ (د بېلګې په توګه، الکلور) ګډون لري. د فینوکسي مرکبات د چمن پر ځای د پراخو پاڼو زیان رسوونکو واښه په انتخابي ډول له منځه وړي. فینوکسي او بینزویک اسید د نبات د هورمونونو په وده کې یو ډول کار کوي، او د حجرو له نورمال وېش پرته، حجرو ته وده ورکوي، چې د نبات د غذايي موادو لېږدونکی سیسټم ماتوي. تریازین په فوتوسنتیز سیستم کې لاس وهنه کوي. زیاتره عام آفت وژونکي په دې کورنیو کې، لکه ګلافاسفېت، ګډون نه لري.  [۱۰]

د آفتونو د کنټرول توکو کارول معمولا د کیمیاوي موادو د دکارولو له لارې کېږي چې (زیاتره هایدروکاربني) محلول – د سطحې د فعالو توکو د سیسټم په بڼه وي ترڅو مشابه چمتوالی را منځ ته کړي. د وایروس د وژنې د وړتیا یوې څېړنه چې په ۱۹۷۷ کال کې ترسره شوه، په ډاګه کړه چې یو ځانګړي آفت وژونکی د وایروس وژونې وړتیا نه لوړوي. هغه مرکبات چې د سطحې فعال توکې او محلول له ځانه سره لري په ښکاره بڼه وښودله چې د دوی سره له وړاندې درملنې په ازمایښتي موږک کې د وایروس د وژنې وړتیا لوړه کړې وه.  [۱۱]

آفت وژونکي د د بیولوژیکي میکانیزم د دندې یا د کارولو د تګلارې پر بنسټ ډلبندي کېدای شي. زیاتره آفت وژونکي د آفتونو د مسمومیت له لارې کار کوي. سیسټمیک آفت وژونکي د نبات له لوري له جذب وروسته د نبات دننه حرکت کوي. په حشره وژونکو او زیاتره فنجي وژونکو کې دا حرکت معمولا پورته (د زایلم له لارې) او بهر ته وي. په پایله کې غوره موثریت را منځ ته کېږي. سیسټمیک حشره وژونکي، چې په ګلونو کې غوټۍ او شیره زهري کوي، کېدای شي مچۍ او نور اړین غوټۍ غوړوونکي له منځه یوسي. [۱۲][۱۳]

په ۲۰۱۰ کال کې، د پالډوکسین تر نوم لاندې د فنجي وژونکو د نوې ټولګي پراختیا اعلان شوه. دې آفت وژونکو د فایټولیکسین په نوم د نباتاتو له خوا خوشو شوو طبیعي دفاعي کیمیاوي موادو څخه کار اخلي، چې فنجي یې بیا د انزایمونو په کارولو سره پاکوي. پالډوکسین د فنجي د پاکولو د انزایمونو مخه نیسي. ویل کېږي چې دوی خوندي او زرغون دي.[۱۴]


د آفت وژونکو ډولونه


د هدف آفت ډله


الجي وژونکي


الجي (اوبرۍ)


الوتوژونکي


الوتونکي


باکټروژنکي


باکټریا


فنجي وژونکي


فنجي یا اوماسیت


ګیاه وژونکي


بوټي


حشره وژونکي


حشرات


مار-کب وژونکي


مار-کبان


کنه وژونکي


کنه


حلزون و ژونکي


حلزون


چنجي وژونکي


چنجي


موږک وژونکي


موږکان


مکروب وژونکي


الجي، باکټریا، فنجي، چڼاسک


وایروس وژونکي


وایرسونه

سرچينې

[سمول]
  1. "Basic Information about Pesticide Ingredients". US Environmental Protection Agency (په انګليسي). Apr 2, 2018. نه اخيستل شوی Dec 1, 2018.
  2. Randall C, et al. (2014). "Pest Management". National Pesticide Applicator Certification Core Manual (2nd ed.). Washington: National Association of State Departments of Agriculture Research Foundation. Archived from the original on 2019-12-10. نه اخيستل شوی 2022-07-27. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  3. Dunlop, Erin S.; McLaughlin, Rob; Adams, Jean V.; Jones, Michael; Birceanu, Oana; Christie, Mark R.; Criger, Lori A.; Hinderer, Julia L.M.; Hollingworth, Robert M.; Johnson, Nicholas S.; Lantz, Stephen R.; Li, Weiming; Miller, James; Morrison, Bruce J.; Mota-Sanchez, David; Muir, Andrew; Sepúlveda, Maria S.; Steeves, Todd; Walter, Lisa; Westman, Erin; Wirgin, Isaac; Wilkie, Michael P. (2018). "Rapid evolution meets invasive species control: the potential for pesticide resistance in sea lamprey". Canadian Journal of Fisheries and Aquatic Sciences. National Research Council Canada. 75 (1): 152–168. doi:10.1139/cjfas-2017-0015. hdl:1807/78674. ISSN 0706-652X.
  4. "Pesticides in Our Food System". Food Print. GRACE Communications. نه اخيستل شوی 26 March 2018.
  5. "International Code of Conduct on the Distribution and Use of Pesticides" (PDF). Food and Agriculture Organization of the United Nations. 2002. Archived from the original (PDF) on 4 April 2013.
  6. "Types of Pesticide Ingredients". US Environmental Protection Agency (په انګليسي). Jan 3, 2017. نه اخيستل شوی Dec 1, 2018.
  7. Kamrin MA (1997). Pesticide Profiles: Toxicity, Environmental Impact, and Fate (1st ed.). Boca Raton: CRC. ISBN 978-1566701907. OCLC 35262311.
  8. "Educational and Informational Strategies to Reduce Pesticide Risks". Preventive Medicine. 26 (2): 191–200. 1997. doi:10.1006/pmed.1996.0122. ISSN 0091-7435. PMID 9085387.
  9. Gilden RC, Huffling K, Sattler B (January 2010). "Pesticides and health risks". Journal of Obstetric, Gynecologic, and Neonatal Nursing. 39 (1): 103–10. doi:10.1111/j.1552-6909.2009.01092.x. PMID 20409108.
  10. Kamrin MA (1997). Pesticide Profiles: Toxicity, Environmental Impact, and Fate (1st ed.). Boca Raton: CRC. ISBN 978-1566701907. OCLC 35262311.
  11. Safe S, Plugge H, Crocker JF (1977). "Analysis of an aromatic solvent used in a forest spray program". Chemosphere. 6 (10): 641–651. Bibcode:1977Chmsp...6..641S. doi:10.1016/0045-6535(77)90075-3. ISSN 0045-6535.
  12. "Pesticide Applicator Core Tutorial: Module 4 - Toxicity of Pesticides". Pesticide Safety Education Program (PSEP). Cornell University. Archived from the original on July 21, 2021. نه اخيستل شوی Dec 1, 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. Rortais A, Arnold G, Halm MP, Touffet-Briens F (2005). "Modes of honeybees exposure to systemic insecticides: estimated amounts of contaminated pollen and nectar consumed by different categories of bees". Apidologie (په انګليسي). 36 (1): 71–83. doi:10.1051/apido:2004071.{{cite journal}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  14. American Chemical Society (2009). "New 'green' pesticides are first to exploit plant defenses in battle of the fungi". EurekAlert!. AAAS. نه اخيستل شوی Dec 1, 2018.