Location via proxy:   [ UP ]  
[Report a bug]   [Manage cookies]                
Jump to content

مارتین چارلس سکورسیزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارتین چارلس سکورسیزي
مارتین چارلس سکورسیزي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱۷ نومبر ۱۹۴۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۹]

اېټاليا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

قد 160 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
کار ورکوونکی د نيويارک پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
ځانګړې کړنې ښه دوستان   ويکيډاټا کې (P800) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
مارتین چارلس سکورسیزي

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

مارتین چارلس سکورسیزي ( د سکوسي او سکورسسي په توګه هم تلفظ کېـږي) چې په ايټالیاوي ژبه کې د  ( سکورسیزي ) په نامه یادېـږي، د ۱۹۴۲ م کال د نومبر په اوولسمه نېټه وزېـږيد، سکورسیزي یو امریکايي فلمي ډایرکټر، پروډيوسر، تلویزیوني لیکوال او فلمي لوبغاړي دي. هغه د بیلابېلو ادارو څخه ډېري جایزې ترلاسه کړي دي، چې په دې کې د هالیوډ جایزه، د لومړي ځل لپاره د ایمي هنري جایزې، د ګریمي ( موسیقۍ څانګې ) جایزه، د بریتانیا د فلمي کارخانې څلور جایزې، درې نړیوالي د سروزرو جایزې، د امریکا د ډایرکټرونو د کمیټې جایزې شاملې دي. سکورسیزي همداراز بیلابېل ویاړونه ترلاسه کړي دي، چې د هغې له جملې په ۱۹۹۷ م کال کې د ایفي د ژوند د تګلارې جایزه، په ۲۰۰۷ م کال کې د کینډي د مرکز لخوا ورکړل شوي ویاړ او جایزه ، او همدارنګه په ۲۰۱۲ م کال کې  د بریتانیا د تلویویزني هنرونو د اکاډمۍ له لورې ورکړل شوي لقب او جایزه یادولي شو. د دې سربیره د هغه پنځه فلمونه د کانګراس د کتابتون له لورې د متحده ایالاتو د ملي فلم ساتنې په ټولګه کې شامل شول ځکه چې له کلتوري، تاریخي او ورسره د ښکلا له پلوه مهم ګڼل کېدل. [۱۰]

سکورسیزي په ۱۹۶۸ م کال کې د نیویارک پوهنتون د کلتور، تعلیم او بشري پرمختیا له ستینډهارډټ ښوونځي څخه ماسټري ترلاسه کړه. د هغه لومړۍ فلم ( زما دروازه څوک ټکوي) په ۱۹۶۷ م کال کې د چیکګو د فلمونو په جشن کې ومنل شو. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ م لسیزو کې، سکورسیزي د نوې هالیوډ د یو پيژندل شوي شخصیت په توګه راڅرګند شو. د هغه فلمونه تر ډېره د خپل ايټالیاوي ـــ امریکايي شالید او په نیویارک ښار کې د هغه د پالنې تر نفوذ لاندې راغلي دي، ځکه نو د هغه د فلمونه د ناامنه نارینو له لوري د نارینه توب پر اساس جرمونه، د نیهلیسم سبک او د ګناه او خلاصون په اړه د کاتولیک مفکورې لټوي. د هغه د سوداګریزو نښو سټایلونه د سست حرکت کارول، تکرارۍ صحنې کارول، د سخت تاوتریخوالۍ ګرافیکي عکسونه، او په لیبرال توګه د بې احترامي کارول شامل دي. [۱۱][۱۲]

د جرمونو په اړه د هغه د ۱۹۷۳ م کال د ( بدې کوڅې ) فلم چې د ظلمونو او بربادۍ تصویر پکې راخیستل شوي و او د ګناه او خلاصون په اړه کاتولیکي مفکورې پکې څيړل شوي وي، د ده د فلم جوړونې انداز کې یې بدلون راوست. سکورسیزي په ۱۹۷۶ م کال کې د خپل ښکلي فلم  ( د ټیکسي د ډرایور ارواپوهنه ) له امله د کینن تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کړه. په دې فلم کې رابرټ دی نیرو هم کار کړي و، هغه د سکورسیزي سره په اتو نورو فلمونو کې هم یوځای کار کړي دي، چې د هغې له جملې : نیویارک  ( ۱۹۷۷ م )، جګړیز غویي ( ۱۹۸۰ م )، د کمیډي پاچا ( ۱۹۸۲ )، ښه ملګري ( ۱۹۸۰ م کال ) او قمارخانه (۱۹۹۵ م کال ) یادولي شو. په ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ م لسیزو کې سکورسیزي د لیوناردو دیکیفریو سره په همکاري یوه لړۍ فلمونو جوړ کړل چې تر ډېره یې انتقادي ستاینه او هڅونه ترلاسه کړه. په دغو فلمونو کې، د نیویارک ډله ( ۲۰۰۲ م کال )، ایویټر ( ۲۰۰۴ م کال )، تللي وګړي ( ۲۰۰۶ م کال )، د شیټر ټاپووزمه (۲۰۱۰ م کال ) او د دیوالي کوڅې لیوه فلم شامل دي. د جرمونو فلمي نړۍ ته په راستنیدو سره سکورسیزي یو ځل بیا د دی نیرو په همکاري د( ایرلینډۍ سړي) په نوم فلم په ۲۰۱۹ م کال کې جوړ کړ. د سکورسیزي د څو نورو فلمي کارونه یادونه هم دلته کوو: څو ساعته وروسته ( کمیډي فلم په ۱۹۸۵ م کال کې )، د بې ګناهي دوره (په ۱۹۳۳ م کال کې یوه عشقي ډرامه وه)، د ماشومانو هاګو ډارمه ( ۲۰۱۱ م کال کې ) او مذهبي حماسي ډارمې یې لکه د مسیح وروستنۍ پلټنه (۱۹۸۸ م کال )، کاندن (۱۹۹۷ م کال ) او خاموشۍ ( ۲۰۱۶ م کال ) یادولي شو.

د فلم سربیره، سکورسیزي د ځینو تلویویزني ډرامو ډایرکشن هم کړي لکه د بورډواک امپراتورۍ ډرامه (۲۰۱۱ ـــ ۲۰۱۵ م کال پورې ) او د وینیل امریکايي ډارمه ( ۲۰۱۶ م کال کې ). همداراز هغه د مستندونو ډایرکشن هم کړي چې دا هغې له جملي عامه خبرې ( ۲۰۱۰ م کال ) او ګومان وکړه چې د یو ښار دي ( ۲۰۲۱ م کال ) مهم دي. د دې پرته سکورسیزي د راک موسیقۍ د مستند د لیکوال په توګه هم پيژندل کېـږي ځکه چې هاغه ځینو کنسرتونو ته مستندونه لیکلي چې په دې کې اخرې والټز ( ۱۹۷۸ م کال )، کور ته لار نشته ( ۲۰۰۵ م کال )، رڼا روښانه کړه ( ۲۰۰۸ م کال ) او جورج هارسیون په مادي نړۍ کې ژوند کوي ( ۲۰۱۱ م کال ) شامل دي. د فلم د ساتنې او جوړولو د مدافع په توګه هغه درې غیرانتفاعي سازمانونه جوړ کړل چې عبارت دې له: په ۱۹۹۰ م کال کې د متحده ایالاتو د فلم سازمان،  په ۲۰۰۷ م کال کې د نړۍ د سینما سازمان او په ۲۰۱۷ م کال کې د افریقايي فلمونو د میراث پروژه وه.

وختي ژوند

[سمول]

مارتین سکورسیزي د ۱۹۴۲ م کال د نومبر په ۱۷مه نېټه د نیویارک ایالت د کوینس بروو په فلیشنګ سیمه کې وزېـږيد. د مکتب له پیل کولو وړاندې د ده کورنۍ د نیویارک ایالت د منهیتن ناحیې ښکته ايټالیا سیمې ته  کډه وکړه. د سکورسیزي دواړو والدینو چارلس سکورسیزي او کتهیرین سکورسیزي ( په کیفا کې زېږيدلي ) د نیویارک ایالت په ګرامینټ والسوالۍ کې کار کاوه. چارلس یو کالۍ اوتو کوونکي او فلمي لوبغاړي و او کتهیرین بیا خیاطه او فلمي لوبغاړي وه. دوی دواړه ايټالوي الاصله و. او د هغه پلارنۍ نیکه او نیا، فرانسکوپایلو او تیریسا سکوزي له پلوزي ګینیرسو څخه کډوال شوي و، حال دا چې د هغه مورنۍ نیکه او نیا، مارتینو او دومینکا کیفا د سیمینا څخه کډوال شوي و، دواړو د پیالرمو، سیسلي ولایت ته راکډول شوي و. د دغې کورني اصلي تخلص سکوزي و، خو وروسته بیا د استنساخ له امله سکورسیزي ته بدل شو. سکورسیزي عموما په یو کاتولیک چاپيریال کې را لوی شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کله چې سکورسیزي ماشوم و نو سالنډۍ یې درلوده او له همدې امله یې نشوای کولای چې ورزش وکړي او یا له نورو ماشومانو سره لوبي وکړي. په دې وجه نو د هغه والدینو او مشر ورور به هغه ځينې وخت سینما ته له ځان سره بولو. دا د هغه د ژوند هغه دوره وه چې هاغه پکې له سینما سره مینه او جذبه پيداشوه. په برونکس کې هغه د ځوانۍ پرمهال په مقرار ډول د فوول او پرایس براګر په ګډه لیکل شوي د هوفمن داستانونه (۱۹۵۱ م کال کې) له یوه دوکان څخه چې یوازې یوه کاپي یې درلوده کرایه کول. سکورسیزي یو له هغو دوه کسانو و چې په مقراره توګه یې دا داستانونه په کرایه نیول، دوهم شخص چې په مقرار ډول یې دا داستانونه کتل هغه جورج ارمیرو و چې وروسته بیا د فلم ډایرکټر شو. [۲۲]

سکورسیزي دا په ډاګه کړي ده چې د ځوانۍ پر مهال د هغه د خوښي فلمي لوبغاړي سابو او ویکتو میچور و. هغه همداراز د ۱۹۴۷ ــ ۱۹۴۸ م کلونو پورې د فوول او پرایس براګر د ( تور نرګس ) او ( سره بوټونه ) فلمونو نفوذ بیان کړي دي، چې ابتکاري تکتیکونه یې وروسته د هغه په فلم جوړونه کې راڅرګند شول. هغه په خپل مستند کې چې ( د امریکايي فلمونو له لارې له سکورسیزي سره شخصي سفر) په نامه یادېـږي دا بیان کړي: چې هغه په ځوانۍ کې د تاریخي حماسو سره مینه درلوده او لږ تر لږه د دغه ژانر دوه فلمونه ( د فرعونیانو ځمکه ) او( ال سیډ) په هغه باندې ژور تاثیرات درلودل او د هغه په سینمايي روح باندې یې تل پاتې اغېزې درلودي.[۲۳][۲۴]

سکورسیزي همداراز په همدې وخت کې د نیوریالیست سینما ستاینه وکړه. هاغه د دې سینما نفوذ د ایټالیايي نیوریالیزم په یو مستند کې وښوده. او دا یې بیان کړل چې د ( د بایسکل غله )، ( رومي یا خلاص ښار ) او په ځانګړې توګه ( پایسه ) ډرامو څنګه له دې سبک څخه الهام اخیستي، او د سیسلین ریښو انځور او نظر یې اغیزمن کړي. سکورسیزي په خپل مستند ( زما سفر ایټالیا ته ) کې دا بیان کړي کله چې هغه د  روبراټو روسیلني د ( پایسه ) ډرامې لومړنې سیسلین برخه په تلویزیون کې له خپلو خپلوانو سره یوځای ولیده څوک چې په خپله هم د سیسلین کډوال و، نو هغه تر ډېرې اغېزي لاندې راغي. هغه د فرانسې د فلم خوځښت ته په درانه سترګه ګوري او دا واضح کوي چې د فرانسې دغه خوځښت په ټولو هغو فلم جوړونکو باندې چې له پخوا راهیسې کار کوي اغیزه درلوده او ورسره یې په هغو کسانو هم اغیزه درلوده چې فلم یې لیدلي او یا نه وي لیدلي. هغه همداراز د ځينو فلم جوړونکو نومونه ذکر کړي کومو چې تر ډېره د ده په فلمي ژوند باندې اغیزه درلوده، په دې جمله کې  ستیجیت رای، انګمر برګمن. میچلانجیلو انتونیوني او فدرایکو فیلاني شامل دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سکورسیزي په برونکس کې د کاردنیل هایس د هلکانو په عالي لېسه کې ګډون وکړ او په ۱۹۶۰ م کال کې فارغ شو. هغه په لومړیو کې غوښتل چې پادري شي نو ځکه په یوه ابتدایه عبادت ځای کې شامل شو، خو له لومړي کال وروسته ناکام شو. دغه کار سینما ته د هغه د تګ لاره جوړه کړه او په پایله کې هغه د نیویارک پوهنتون د واشنګټن په کالج ( اوس وخت کې د علم او هنر د کالج په نوم پيژندل کېـږي ) کې شامل شو ، چېرته چې هغه په ۱۹۶۴ م کال کې په انګلیسي کې لسانس واخیست. ورپسې هغه په ۱۹۶۸ م کال کې د نیویارک پوهنتون د تعلیم او تربیې مکتب ( اوس ورته د سټندهارډ د کلتور، تعلیم او بشري پرمختک مکتب ویل کېـږي ) ته چې د جوړېدو یې یو کال پوره کېدو لاړ، تر څو په انګلیسې ادبیاتو کې ماسټري وکړي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

شخصي ژوند

[سمول]

سکورسیزي په ۱۹۶۵ کال کې له خپلې لومړۍ میرمنې Laraine Marie Brennan سره واده وکړ، او دوی دواړو شپږ کاله له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۱ پورې سره یوځای پاتې شوو دوی یوه لور د کاترین په نوم درلوده چې د خپلې مور په نوم نومول شوې وه. [۳۶]

سکورسیزي په ۱۹۷۶ کال کې له لیکوالې جولیا کامرون سره واده وکړ، چې دا یې دویم واده و، دوی یوه لور لري (ډومینیکا کامرون - سکورسیزي، چې یوه اداکاره ده او د The Age of Innocence کې راڅرګنده شوې)، خو دې واده یوازې یو کال دوام وکړ. ددوی لپاره طلاق سخت یا ستونزمن و او دا د کامرون د لومړي فلم تیارې کمیډۍ God's Will فلم بنسټ و، چې لور یې په دې فلم کې اصلي اداکاره یا د فلم ستورې وه. هغې د ډومینیکا سکورسیزي په نوم په Cape Fear فلم کې یو کوچنی رول درلود او اداکاري، لیکلو، ډایرکټري یا کارګردانۍ او چمتوکولو ته یې دوام ورکړ.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

مخکې له دې چې د ۱۹۷۹ کال پای ته ورسېږي، سکورسیزي له اداکارې ایزابلا روسلیني سره واده وکړ، دوی د څلورو کلونو لپاره سره یوځای پاتې شوو، او په ۱۹۸۳ کال کې یې سره طلاق واخیست.[۴۱]

په ۱۹۸۵ کال کې سکورسيزي له تولیدونکې باربرا ډي فینا سره واده وکړ، چې د پنځو ودونو له ډلې یې دا څلورم واده و. هغوئ په ۱۹۹۱ کال کې جلا شوو. سکورسیزي له څلورم طلاق نه وروسته یعنې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ کاله پورې له اداکارې ایلیانا ډاګلاس سره د مینې اړیکې درلودې.[۴۲]

سکورسیزي په ۱۹۹۹ کال کې، له خپلې اوسنۍ میرمنې هیلین شیرمر هورن موریس سره چې له شلو کلونو زیات عمر لري واده وکړ. دوی د فرانسیسکا په نوم یوه اداکاره او فلم جوړونکې لور لري، چې دده په دې ​​فلمونو کې The Departed، Hugo، The Aviator  راڅرګنده شوې ده. او د ۲۰۲۰ کال د HBO/Sky  د We Are Who We Are په کوچنیو لړیو کې اصلي رول لوبولی.[۴۳][۴۴]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118811991  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p28gb1 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/16103 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Martin Scorsese — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/1b569464713544fa806789ee14d93f0c — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/scorsese-martin — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=martin;n=scorsese — subject named as: Martin Scorsese
  7. https://cs.isabart.org/person/119621 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014750 — subject named as: Martin Scorsese — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/26658 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. کينډۍ:Cite episode
  11. Barnett, Christopher B.; Elliston, Clark J. (2019-09-16). Scorsese and Religion (په انګليسي). Brill Publishers. ISBN 978-90-04-41140-1. Archived from the original on January 26, 2021. نه اخيستل شوی November 16, 2020.
  12. Ebiri, Bilge (December 30, 2016). "Holy Men, Holy Losers: Scorsese, Silence and the Mystery of Faith". The Village Voice. Archived from the original on January 7, 2017. نه اخيستل شوی February 14, 2017.
  13. Jason Ankeny (2012). "Martin Scorsese". Movies & TV Dept. The New York Times. Archived from the original on February 10, 2012. نه اخيستل شوی January 5, 2012.
  14. "Martin Scorsese: Telling Stories through Film" The Washington Times, November 30, 2007
  15. "Martin Scorsese Biography". National Endowment for the Humanities. Archived from the original on February 26, 2014. نه اخيستل شوی January 24, 2014.
  16. "Martin Scorsese Biography (1942–2011)". Filmreference.com. Archived from the original on January 13, 2010. نه اخيستل شوی March 3, 2010.
  17. Casillo, Robert (2006). "The Immigrant Generations: Italianamerican". Gangster Priest – The Italian American cinema of Martin Scorsese. Canada: University of Toronto Press. p. 3. ISBN 9780802091130. Archived from the original on December 27, 2020. نه اخيستل شوی October 3, 2020.
  18. Dubois, Régis (2019). "Résurrection". Martin Scorsese, l'infiltré (په فرانسوي). France: Nouveau Monde Editions. ISBN 9782369427780. Archived from the original on December 27, 2020. نه اخيستل شوی October 3, 2020.
  19. "Martin Scorsese è ora cittadino italiano". Sky TG24. Archived from the original on June 22, 2019. نه اخيستل شوی April 18, 2020.
  20. "Martin Scorsese è cittadino italiano: trascritto atto di nascita a Polizzi". PalermoToday. Archived from the original on August 3, 2020. نه اخيستل شوی April 18, 2020.
  21. "Una lunga ricerca per avere la cittadinanza: ma adesso Martin Scorsese è italiano". La Repubblica. September 26, 2018. Archived from the original on December 27, 2020. نه اخيستل شوی April 18, 2020.
  22. "Romero – master of the macabre". Eye for Film. Archived from the original on July 23, 2015. نه اخيستل شوی July 23, 2015.
  23. "Black Narcissus (The Criterion Collection) (2001) DVD commentary". Criterion. Archived from the original on November 4, 2013. نه اخيستل شوی October 27, 2013.
  24. Chris Ingui. "Martin Scorsese hits DC, hangs with the Hachet". Hatchet. Archived from the original on August 26, 2009. نه اخيستل شوی June 6, 2009.
  25. Chris Ingui. "Martin Scorsese hits DC, hangs with the Hachet". Hatchet. Archived from the original on August 26, 2009. نه اخيستل شوی June 6, 2009.
  26. Jay Antani (2004). "Raging Bull: A film review". Filmcritic.com. Archived from the original on December 8, 2007. نه اخيستل شوی May 4, 2009.
  27. Andre Soares (March 19, 2009). "Martin Scorsese on Michelangelo Antonioni". Altfg.com. Archived from the original on July 8, 2012. نه اخيستل شوی January 5, 2012.
  28. Ingmar Bergman Foundation. "Ingmar Bergman". 193.10.144.136. Archived from the original on April 26, 2012. نه اخيستل شوی January 5, 2012.
  29. Martin Scorsese praises Federico Fellini and 'La Dolce Vita' پر يوټيوب باندې
  30. "Scorsese, Martin". encyclopedia.com. Archived from the original on January 8, 2020. نه اخيستل شوی January 9, 2020.
  31. "Filmmaker Martin Scorsese talks about his faith, upcoming movie 'Silence'". December 10, 2016. Archived from the original on October 16, 2017. نه اخيستل شوی October 15, 2017.
  32. Raymond, Marc (May 2002). "Martin Scorsese". sensesofcinema.com. Senses of Cinema. Archived from the original on December 25, 2010.
  33. "NYU Tisch School of the Arts Receives Major Gift to Establish the Martin Scorsese Institute of Global Cinematic Arts". NYU Tisch. نه اخيستل شوی 11 February 2022.
  34. "Martin Scorsese". tisch.nyu.edu. Archived from the original on December 27, 2020. نه اخيستل شوی January 9, 2020.
  35. "NYU College of Arts and Science". Cas.nyu.edu. Archived from the original on April 6, 2012. نه اخيستل شوی January 5, 2012.
  36. "Catherine Scorsese begs public for $30K to fix flooded Brooklyn apartment", by Dean Balsamini and Sara Dorn, PageSix, May 25, 2019. "آرشیف کاپي". نه اخيستل شوی October 17, 2022. {{cite web}}: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  37. Clarke Fountain (2014). "God's Will (1989)". Movies & TV Dept. The New York Times. Archived from the original on April 23, 2014. نه اخيستل شوی April 18, 2014.
  38. Keyser, Les (1998). Twayne's Filmmakers Series: Martin Scorsese. Twayne Publishers: New York. p. 188. ISBN 978-0-8057-9321-5. نه اخيستل شوی February 27, 2016.
  39. Piccalo, Gina (June 23, 2006). "Agonizing success of 'Artist's Way'". Los Angeles Times. Archived from the original on June 8, 2016. نه اخيستل شوی June 1, 2016.
  40. Malkin, Marc (April 16, 2007). "Scorsese's Family Business". E!. Archived from the original on April 20, 2014. نه اخيستل شوی April 18, 2014.
  41. Halpern, Dan (April 30, 2006). "Interview: Isabella Rossellini – Daddy's girl". The Guardian. Archived from the original on April 18, 2014. نه اخيستل شوی April 18, 2014.
  42. Jewel, Dan (March 1, 1999). "Note Worthy". People. Archived from the original on October 25, 2018. نه اخيستل شوی October 25, 2018.
  43. Miller, Julie (January 8, 2014). "Read Martin Scorsese's Open Letter to His 14-Year-Old Daughter". Vanity Fair (په انګليسي). Archived from the original on November 12, 2020. نه اخيستل شوی 2021-04-28.
  44. Gonzales, Erica (2020-10-30). "Francesca Scorsese Is Ready to Make a Name for Herself". Harper's BAZAAR (په انګليسي). Archived from the original on April 28, 2021. نه اخيستل شوی 2021-04-28.